د ملتونو د پرمختګ بنسټ تعلیم دی او په ګډه باید تعلیمي ادارې مضبوتې کړو

ملت له خلکو جوړېږي او پرمختللي ملتونه هغه دي، چې پکې د تعلیم او پوهې کچه لوړه وي او مطالعه یې ورځنۍ چاره وي.

په نړۍ کې چې څومره پرمختګونه رامنځته شوي او رامنځته کېږي بنسټ یې زده کړه او تعلیم دی، چې انسانان په ټوله کې پرمختګ او بدلون ته هڅوي او کله چې بدلون رامنځته شي پرمختګ ته لیار پرانیستل کېږي.

موږ د یو داسې دین لارویان یو، چې پیل یې په (اقرأ) یعنې ولوله باندې شوی دی، نو پر همدې اساس موږ ټولو لپاره پکار ده، چې د یوې پرمختللې او زده کړیالې ټولنې بنسټ په ګډه کېږدو او رامنځته یې کړو.

تعلیم انسانانو ته په ټوله کې د انسانیت، ادابو او غوره اخلاقو ښودنه کوي، نو زموږ لپاره پکار ده چې د یوې زده کړیالې ټولنې لپاره هڅه او هاند وکړو.

د تعلیم او پوهې پر بنسټ په ټوله کې ملتونه له غلامۍ څخه د خلاصون لیار پیدا کوي او د خپلواکۍ پر لور مزل کوي، خپلواک دولتونه هغه دي، چې دوی تعلیم کوي او خپلې تعلیمي ادارې یې مزبوتې کړې وي.

هغه هېوادونه چې پرمختللي دي او لا هم په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کوي، لامل یې دا دی چې دوی د پرمختګ راز د تعلیم په ترلاسه کولو کې پیدا کړی او د همدې عقیدې پر اساس ورځ تر بلې په ټکنالوجۍ، اقتصاد او سیاست برخو کې مخ پر وړاندې روان دي او د دې پېړۍ له غوښتنو او اړتیاوو سره سم مزل کوي.

په ګران هېواد افغانستان کې پکار ده، چې دیني عالمان، رسنۍ، قومي مخور، ځوانان او په ټوله کې روښان شخصیتونو د تعلیم او پوهې پر ارزښت ولسونو ته عامه پوهاوی وکړي، تر څو د تعلیم لپاره یو بستر رامنځته شي او افراد پکې د یوې مودې لپاره بستر شي.

ستر غازي امان الله خان یوه پېړي وړاندې موږ ته ویلي دي، چې وسلې پر ځمکه باندې کېږدئ او قلم واخلئ ځکه یو نا لوستی هېواد هېڅکله خپلواک کېدای نشي، د ستر غازي له دې ارزښتناکې وینا څخه موږ داسې الهام اخلو، چې موږ به هغه وخت خپلواکي ساتلې وي، چې قلم په لاسونو کې واخلو او وسلې پر ځمکه باندې کېږدو.