چين: امريکا افغانانو ته ډله ييزه سزا ورکوي 

روهي (درې نۍ/۲  د لېدنۍ)، چين يو ځل پر امريکا په دې پار نيوکه کړې، چې د سياسي ناندريو په لړ کې يې هغه پيسې نېولې دي، چې د افغانستان ولس پورې اړ لري. د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې امريکا په دې کار سره افغان ولس سره دښمني کوي. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند له خولې چې د افغانستان د مرکزي بانک نېږدې لس مېليارده ډالرو پيسو کنګلول په دې مانا ده چې امريکا افغانانو ته ډله ييزه سزا ورکوي او له امله يې افغانستان کې اقتصادي ستونزې پيدا شوې دي. 

چين له امريکا غوښتي چې يادې پيسې خپلو څښتانانو يانې  افغانستان ته وسپاري  او همدا ډول يې له نړيوالې ټولنې  غوښتي  دي، چې افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې  وکړي. 

له دې وړاندې روسيې او پاکستان هم له امريکا غوښتي وو، چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ور خلاصې کړي؛ طاـلبانو په يو ليک کې  د امريکا له ولس او کنګرس د افغانستان بانک د پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې وه. 

له بلې  خوا افغانستان لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي تامس وېسټ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ليک په ځواب کې ويلي چې  د پيسو ازادېدل افغانستان کې په يو ټول - ګډ حکومت، د ښځو او زده کړو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د اوسني حکومت په مبارزې کړنو پورې تړاو لري.