روسيه: د افغانستان اوسنی وضعيت زموږ لپاره ګواښونکی دی

روهي (درې نۍ/۲ د لېدنۍ)، د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال، الکسانډر ګربنکین د روسیسکایا ګازتا له ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي دي چې ترهګرۍ ډلې د افغانستان له اوسني وضعيت داسې ګټه اخلي چې روسيې او ترڅنګ هېوادونو لپاره يې ګواښ دی. 

نوموړي زياته کړې، "په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ناورینونو ته په پام سره داسې نه برېښي چې وضعیت ښه شي. مسکو هیله لري چې نوی حکومت د مخدره توکو او وسلې د قاچاق او د هغو ناقانونه کډوالو مخه ونیسي چې د داعش په څېر ترهګرو ډلو پکې ځانونه پټ کړي دي."

د دغه اندېښنو پر دوام د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين تېره اوونۍ بهرنيو چارو وزارت کې يوې ناستې ته ويلي وو، چې مسکو افغانستان سره د خپلو متحدو هېوادونو سويلي پولې غښتلې کوي. 

په ورته وخت کې د ا.ا مرستيال وياند انعام الله سمنګاني وايي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز کړکېچ د نړۍ په هېوادونو جدي اغېز لري، خو د امنیتي پلوه له افغانستانه د نړۍ هېڅ هېواد ته امنیتي ګواښ موجود نه دی.