ولې د درېیمې نړۍ، وروسته پاتې هېوادونو کې یو، لاملونو او زیانونه یې څه دي!

زموږ د وروسته پاتې کېدو یو ستر لامل دا دی، چې دلته زموږ د خپلمنځي اختلافاتو څخه ډېر وروسته پاتې شوي یو، چې په پایله کې یې فقر، بې کاري، تاوتریخوالی، د قانون نه حاکمیت، د بشري حقونو نقض او ورته نورې ستونزې...

د همدې سترې ستونزې پر بنسټ نړیوال قدرتونه تل هڅه کوي، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې سیالي وکړي او د نړۍ د سیاسي مسایلو پر بنسټ په دې هېوادونو کې خپلو موخو او اهدافو ته ورسېږي، چې بدبختانه زموږ ګران هېواد افغانستان هم له دې سترې ستونزې سره مخامخ دی.

څه باید وکړو، چې له دې ستونزو څخه نجات پیدا کړو، په خپلو پښو ودرېږو او د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ میدان پاتې نشو او له دوی سره په اقتصاد، ټکنالوجۍ او نورو برخو کې سیال شو؟

د حل لیار یې دا ده، چې دلته خپلمنځي اختلافات، د قانون نه منل، له خپلو کادرونو څخه د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینه کې ګټه نه اخیستل، یو بل نه منل او ورته نورې ناخوالې باید هېواد کې د تل لپاره پای ته ورسېږو د ملي یووالي او یو بل منلو پر بنسټ باید هېواد، ولس او لوړې ملي ګټې زموږ ټولو ستر لومړیتوب وي، تر څو هېواد مو په هره برخه کې مخ پر وړاندې قدم واخلي او دا ناورین د تل لپاره زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پای ته ورسېږي.

په نړیوالو مسایلو او یا هم بهرني سیاست کې هېوادونه په خپلو ملي ګټو پسې ګرځي نه په نورو مسایلو کې ځکه باندني سیاست کې ګاونډیتوب، عاطفه او نور ځای نلري بلکې هېوادونو یا هم د بهرني سیاست لوبغاړو ته خپلې ملي ګټې لومړیتوب لري او بس، موږ هم باید د بهرني سیاست د یو لوبغاړي په توګه له داسې ډیپلوماسۍ څخه کار واخلو چې خپل هېواد، ولس او ملي ګټو راته تر هر څه لومړیتوب ولري او سمه لوبه وکړو.

افغانستان بډایه طبیعي او جیولوژیکي زېرمې لري چې په هېوادونه کې څاری نه لیدل کېږي، اما ستونزه دلته دا ده چې موږ جیولوژیکي بحثونه نه کوو، په ښوونځيوو او پوهنتونونو کې ورته هېڅ ارزښت نه ورکوو ځکه دلته د طبیعي زېرمو د مسلکي او قانوني استخراج لپاره برنامه نشته او دا بحثونه په پوهنتونونو او سمینارونو کې نه را سپړل کېږي نو ځکه یې په ارزښت دومره څوک نه پوهېږي.

 په دې برخه کې باید مسلکي کادرونه وروزل شي او د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینې کې باید ترې ګټه واخیستل شي، تر څو مو طبیعي او جیولوژیکي زېرمې په قانوني او مسلکي توګه استخراج او د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي، همدا زموږ د ژغورنې او له شته بېلابېلو ستونزو څخه د خلاصون یوه بهترینه لیار ده.

بل دا چې هېواد کې باید د سیاست په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وشي، سیاست د دې پېړۍ له غوښتنو او پرمختګونو سره سم تعریف شي، تر څو ویښتیا او فکري بدلون ته یو بستر رامنځته شي او پر بنسټ یې هېوادوال او په تېره بیا ځوان نسل ګټه واخلي او هېواد ته کار وکړي، د بهرني سیاست په برخه کې باید مسلکي کسان پر دندو وټاکل شي، د هغوی قوم، ژبې ته نه بلکې ملي ګټو ته ژمنتیا او مسلکیتوب یې په نظر کې ونیول شي، تر څو د برهني سیاست له لوبغاړو سره سمه لوبه وکړي، چې پر بنسټ یې هېواد پر پښو ودرېږي او پر ځان بسیا شي.
لیکوال: محمد رسول کامران