یادونه
د ۱۹۹۵ کال دسپتمبر میاشت وه چې له جنګ ځپلي کابله په توره شپه کې ډیلي ته را ورسیدم، څومیاشتې مو په ډیروسختیوکې دهندوستان د بیروکراسۍ پرلامل تیرې کړې، په ډیلي کې په هغوشپوکې استاد شاکراوملي سوداګرآقامحمدخان ریس صاحب، هاتف صاحب اوسناتورصاحب سلطان علومی، سربلند صاحب دوی ټول اوسیدل، خوزه خبرنه وم، ارواښاد شاکرصاحب یوه ورځ پوهنتون ته راغلی و، خوزه لاهم پوهنتون ته نه وم ورننوتی، له ډیروشپو وروسته مې د ریس صاحب د زوی ګران متین جان له برکته ټول پیداکړل، سره له دې چې سخت خواشینی وم، خو ددوی شته والی روحیه راکړه، ناسته پاسته موسره پیل کړه، یوه ورځ ریس صاحب راته وویل چې رشاد صاحب څو تنوته ویلي ول چې موږباید ستا پوښتنه وکړو، یوڅوک په نن سبا کې کابل ته ځی که کوم لیک استاد ته لیږې ویې لیکه چې هم ستا درک ورمعلوم شي اوهم یې زړه ستا له خوا ډاډه شي. ما داکاروکړله یوه لنډکي لیک سره مې دغه شعر ورته ولیکه چې نن یې له تاسوګرانو دوستانوسره دعلامه رشاد د زیږد په مبارکه سلمه کې له تاسوسره شریکوم اوله پاک خدایه دهغه لوی انسان له پاره د فردوس جنت هیله کوم :
ليك
په خوب دې وينم،
ډ يرمې ياديږې،
خداى د دژوند كښتۍ دخضر په چينه وروله.
خداى دې د لمر په شان ځلانده لره،
چې شپه او ورځ مې د اميد په تكل
لكه د خداى ميلمه له زړه ونه وځې.
ډيره موده وشوله،
چې زه دسبزو د ځنګل په ګڼ كې كله كله
ستورو ته ګورم او شعرونه ليكم.
څو مې د زړه درد ديوې شيبې تسل ومومي.
زه دځنګل په ګڼ كې،
دسلو، زرو ګروهو (يوه) ټكي ته
دورځې څوڅوځلې سرټيټوم .
اخ چې د (يوې) ګروهې دمينې مستان
اوس دمنصور دبچي شرنګ نه لري،
هريو چې ګورم دزيړۍ تبۍ زګيروي يې جګ دي
او دزيړۍ تبې په غم اخته دي.
ددې ځنګل په ګڼ كې،
دلته چې اورلګيږي شمعې بل دي،
اوپتنګان دلړمانو پر نيښونو باندې شمعو ته ګډاوې كوي.
دلته چې هرڅه سپين وو
لكه دلمر رڼا پرسپينو زرو
كرار كرار ېې زوال ليږي د هيرښت په لوري
او دزنګيانو سيوري لويږي د (رڼا) په سيكه
څويې نور څوك ددې ځنګل په منځ كې،
په ارزښت ونه بولې ....
په خوب دې وينم،
ډ يرمې ياديږې،
خداى د دژوند كښتۍ دخضر په چينه وروله.
دلته يو ګڼ ځنګل دى،
كله چې ما دلته يو څو شيې وكړې،
يوورځ يو ښكلى سهار،
دبام له سره مې ځنګل كتلو،
لمر په كې ډوب، ډوب كيده
پرسره بدن يې دځنګل لښتې،
تغمې تغمې وې.
آ خوا مې سترګې په ناڅاپي توګه،
ديوې لوړتيا لويۍ وروكاږلې،
هغه چې اوس هم په دې ټول هند بار كې
ترځان لوړتيا نه مني،
لكه دتاپه شانې...
هغه دقطب منار !
بله ورځ ښارته ولاړم،
هلته مې (خلك ) ليده،
چې به بيا هريوه پوښتنه كړله :
ته له كا بله راغلې ؟
ته په كا بل كې وې لا ؟
هغه رشاد چيرې و ؟
هغه رشاد څنګه و ؟
هغه رشاد ژوندى دى ؟
هغه زموږ او تاسو ګډه هستي ... !
ماښام چې بيا په ځنګل ننوتم،
سپوږمۍ راوختله،
هم هغه ښكلې سپوږمۍ
اه دشيرشاه دځوانۍ
آه دلوديانو دشرنګ
هغه مې هم وكته،
په هم هغه مهال،
په هغه نرمه او خوږه شيبه كې
د يوه سپيڅلي احساس په غيږكې
پوه شوم چې دوه نومونه
ديوه اميد په لوري ما خوځوي ...
او لكه چې راته يوڅوك وايې :
هو، دغه دوه نومونه ډيراوچت دي
ډيراوچت دي :
هو، يو د قطب منار،
او بل تلياتې (رشاد) !
نوی ډيلى، نهرو پوهنتون
د ۱۳۷۵ كال د حمل ۲۸
وروستي