پوهنې وزير: ښوونيز نصاب کې بدلون راځي؛ نصاب به اسلامي شي 


د افغانستان ا.ا پوهنې وزير  نور الله منير وايي چې د ښوونځيو په اوسني تعليمي نصاب کې بدلون راځي؛ يو شمېر مضمونونه به بدل او تعلمي نصاب به اسلامي شي. 

نوموړي باختر خبري آژانس سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي، د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې هغه مضامین چې مسلکي او اړین دي، په خپل ځای پاتې کېږي او هغه مضامین چې غیر اړین دي، یو څه بدلون په کې راځي او اسلامي امارت غواړي چې خپل تعلیمي نصاب اسلامي کړي.

نوموړي د نجونو د زده کړو او ښوونځيو د تړل کېدو په اړه ويلي دي، اسلامي امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او زموږ مشران او دیني عالمان پر داسې یوې هر اړخیزې طرحې کار کوي چې هم زموږ د افغاني کلتور او هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې برابره وي او همدارنګه د ملت د اکثریت د منلو وړ وي او د هغې مطابق به د ښځو د تعلیم بهیر پیل شي.

مولوي نور الله منير د ښوونکو د معاشونو په اړه هم ډاډ ورکړی او زياتوي چې دې برخه کې   د پوهنې وزارت او د یونېسف ادارې د ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه هم حل شي.