جوزجانی سړی؛ د ښځو سوداګر: ۱۳۰ مېړوښه ښځې يې خرڅې کړې

د هېواد  شمالي ولايت جوزجان کې امنيتي کسانو هغه ډله نېولې ده، چې انسان يې خرڅول. دوی کې يو کس اعتراف کړی چې تر اوسه يې ۱۳۰ مېړوښه يا خاوند لرونکې ميرمنې له جوزجان ولايت څخه وړې او د هېواد په نور ولايتونو کې يې خرڅې کړې دي. 

دغه کس به يوه اندازه پيسې هغه ميرمنو ته ورکولې چې خرڅولې يې او په ډېر شمېر پيسې خپل ځان ته له دې لارې سپما کولې. نوموړي اعتراف کړی چې له تېر راهيسې يې د ښځو د خرڅلاو کار او بار کولو. 

د جوزجان امنيه قومندان رسنيو ته ويلي دي چې په نورو ځانګړو عملياتو کې يې داسې يوه ډله هم نېولې ده،چې د خلکو موټرونه، څاروي او همدا ډول د برېښنا تارونه به يې غلا او خرڅول. 

تېر حکومت کې جنايي پېښې په ګڼ شمېر وي، خو د نوي حکومت په راتګ سره يې ګراف ټيټ شوی وو خو اوس د  ژمي په راتګ سره پلازمينه کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې بيا جنايي پېښې ډېرې شوې دي. 

له بلې خوا د ا.ا.ا مسوولين ډاډ ورکوي چې دوی د امنيت په برخه کې جدي دي او پر هغه کسانو به قانون پلی کړي چې غلاوې او نور جنايي پېښې کوي. په دې وروستيو کې په څو ولايتونو کې هغه کسان هم نېول شوي چې شراب يې توليد او خرڅول.