د جعلي حسابونو (اکونټونو) مخنېوي لپاره د انسټګرام تازه هڅه 

انسټګرام ټولنيزې شبکې په دې پار چې د جعلي او دروغو حسابونو مخه يې نېولې وې، يوه نوې ځانګړې وړاندې کړې ده. دې ځانګړنې سره به د انسټګرام يوزر يوه لنډه د خپل مخ (سلفي) وېډيو پورته کوي او دې سره به يې حساب منل/ورېفای کېږي. 

د بېټا تر شرکت لاندې انسټګرام شرکت ويلي دي چې دغه ځانګړنه پر هغه کسانو پلې کيږي، چې غواړي په انسټګرام کې تازه ګډون وکړي او حساب جوړ کړي، هغه کسان چې له وړاندې انسټګرام کې حساب لري له دغه شرط مستثنا دي. 

د بېټا مسوولين وايي چې له دغه کار يې موخه بايومټريک ثبت نه او يوازې به په دې پار ترې ګټه واخېستل شي، ترڅو مالوم شي چې کارن رېښتنی انسان دی. دوی ويلي چې سلفي وېډيو له ديرش ورځو وروسته له منځه ځي او هېڅکله به بل چاته د لېدلو وړ نه وي. 

د يادونې ده چې پخوانۍ فېسبوک ادارې اوس مهال؛ واټس آپ، فېسبوک، انسټګرام او نور د بېټا په نوم شرکت کې راغونډ کړي او په اصولو کې يې يو څه تغير رامنځ ته کړی دی.