جيونيوز پاکستانۍ رسنۍ سره د افغانستان بهرنيو چارو وزير د وروستۍ مرکې مهم ټکي: پخواني بيرغ (ملي بيرغ)  سره ستونزه نه لرو

د افغانستان د بهرنيو چارو چارسمبال وزير امير خان متکي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانۍ جيو نيوز رسنۍ سره مرکه کړې او د يو شمېر مسايلو په اړه خبرې کړې دي. 

نوموړي ويلي دي چې ملي سرود د وخت اړتيا ده او دی به  يې په اړه پرېکړه وکړي. ده د افغانستان د ملي بيرغ په اړه ويلي دي چې ستونزه ور سره نه لري او په ډېرو ځايونو کې اوس هم شته او  موږ دوی نه دی ښکته کړی. 

متقي ويلي دي چې د ا.ا سپين بيرغ هم د خلکو په زړونو کې ځای لري او اوس وخت کې ورته د خپلواکۍ بيرغ وايي. د نوموړي په وينا چې افغانستان کې د انقلابونو په ترڅ کې بيرغونه هم تبديل شوي دي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې  کې ويلي دي چې د سياسي ګوندونو د فعاليت په اړه به وروسته د قوانينو مطابق پرېکړه کيږي. 

د بهرنيو چارو سرپرست وزير دا هم ويلي دي چې اوس وخت کې رسنۍ ازادي لري خو ځيني رسنۍ د ځان شهرت لپاره ناسم خبرونه خپروي. 

متقي د ټاکنو په اړه ويلي دي چې افغانستان کې ټاکنو ښه پايله نه ده ورکړې. هغې افغانستان کې د يو تل پاتې ثبت هيله ښوودلې ده.