د اُردن هېواد شکايت: ايران فوټبال  ښځينه ټيم کې سړي او نرښځي لوبوي

د اُردن هېواد د فوټبال فدراسيون مشر علي حسين پر ټوېټر يو ليک خپور کړی او هغه کې يې د اسیا  فوټبال کنفدراسیون ته د ايران د ميرمنو فوټبال ټيم په اړه شکايت کړی. نوموړي په دې ليک کې ليکلي دي چې د ايران د ښځو ټيم کې نارينه او نرښځي هم لوبيږي او  جنسيتي ستونزې شتون لري. 

نومړي ليکلي دي چې دوی داسې شواهد لري چې د ايران میرمنو فوټبال ټيم ټولې لوبغاړې ښځينه نه دي او ترمنځ يې نارينه او نرښځي هم شته دي، خو ټول د ايران د ميرمنو په نوم نړيوالو لوبو کې برخه اخلي او لوبيږي. 

علي حسين ټينکار کړی دی چې په تېر کې هم دا مسله موجوده وه چې د ايران د ښځو فوټبال ټيم کې نارينه او هغه هم د ښځو په نوم لوبيږي. هغه غوښتنه کړې ده چې د ايران د ميرمنو د فوټبال ټيم د ټولو غړو اساسي طبيي معاينات دې وشي. 

له بلې خوا د ايران د ښځو فوټبال ټيم مشرې، مريم ايران دوست دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي او زياتوي چې د دوی د ټولو لوبغاړو ټسټورسټون معاينه شوې او کومه ستونزه په کې شتون نه لري.