موږ د یوې ښې شېبې تږي یو، چې څنگه یې حس کړو. د دې عوامل زیات دي، تر ټول لوی دلیل یې د ژوند له شته ارزښتونو او خوښیو څخه بې برخې پاتې کېدل. نور د دې په اړه فکر کوي، چې څنګه د ټولنې په افکارو او ژوند کې بدلون او نوښت راولي، مگر موږ د خوښیو په حس کولو پسې لالهانده. موږ د چینې په سر یو؛ خو بیا هم تږي یو، دا د ذهني نا ارامۍ لوی لامل دی. موږ ته د ژوند په اړه هر اړخیز کتنه پکار ده؛ ترڅو د تندې خړبولو لارې ومومو او د د ژوند له هرې مرحلې څخه د شرایطو مطابق خوند واخلو.
د انسان تصور د ژوند په اړه مختلف دی، د دې بېلا بېلو لیدونو سره د ژوند بېلا بېل اړخونه ښکاري، چې څنگه له تږو شېبو څخه ځان خلاص کړي او خپله تنده د معنویاتو په ډنډ کې خړوبه کړي. انسان په فطري لحاظ د نوې خوا لیدل او خپل تصورات له حقیقي نړۍ سره وصلول غواړي؛ خو د دې حالت لپاره په ځاني او ژوند په اړه له نورو زاویو کتل پکار دي؛ ترڅو د نورو انتقاد ته په نرمۍ او ځان کې د تحمل تخم وشیندلی شو، چې ځان له ټولنیز زغم سره اشنا کړای شو او د هرې تږې هیلې لپاره د سکون لاروی شو.
د همدې لارې غوره کول د معنوي تندې لپاره د یوې مناسبې تگلارې ټاکل دي، چې له دې سره په هر انسان کې د معنوي مینې یو داسې تار غځېدلای شي، چې د هر لفظ سره د ژوند کولو او پاللو یو روڼ انځور د ټولنې په افکارو کې رسم شي. له دې سره به د ژوند کولو تنده له خیالاتو څخه د حقیقي هندارې برخه شي او هر فکر به د تعامل، تعادل او تحمل په زانگو کې وزانگي چې تږي افکار په معنوي برخوردونو کې غرق کړي.
وروستي