ارزو نومي جينۍ وايي  چې خارج ته د تګ  لپاره  يې د ځان  بدنامۍ وېډيو  جوړه کړې وه

دوه ورځې وړاندې د ارزو په نوم يوې جينۍ وېډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې د خپل بدن ځينې پټې برخې يې په کې ښکاره کولې او ادعا يې کوله چې طالبنو وهلې – ټکولې او غير مشروع غوښتنې يې ترې درلودې. دغه جينۍ هغه وخت ادعا کړې وه چې ورور نظامي کس وو او په همدې پار يې طالبان کور ته ورغلي. 

تېره ورځ د يادې ادعا د سپيناوي په پار طالبانو ارزو نومي جينۍ ونېوله او هغې (ارزو) اعتراف کړی چې طالبان نه کور ته ورغلي او نه يې هم دي حوزې ته وړې وه، خو په دې پار چې بهر هېواد ته لاړه شي دغه وېډيو يې جوړه کړې وه. 

ارزو وايي له خپل خاوند سره يې په کور کې جګړه کړې او پر وجود يې د وهلو نښې هم د خاوند د فزيکي شخړې له امله دي، خو چې کله د وسيمې په نوم د يوې ملګرې کور ته ځي نو هغه (وسيمه) ورته وايي چې دې مسله کې د خاوند نوم مه اخله بلکې ووايه چې طالبانو دا کار کړی او په دې سره به خارج ته د تګ کېس درته جوړ کړم. 

د ارزو خاوند هم وايي چې ده ميرمن وهلې وه او کورنۍ ستونزه يې درلوده. د ارزو د اعتراف په وېډيو کې وسيمه نومي جينۍ چې دغه کار ته يې ارزو نومي هڅولې وه، په خپلې کړنې اعتراف کوي او پېښماني ښيي.