ويکیلیکس : یوامریکایي استخباراتي مامور په افغانستان کې خصوصي جاسوسي اداره جوړه کړې وه


نیویارک ټایمز کاږي ،چې دامریکا داستخباراتي ادارې 78 کلن غړی ډوان ار کلاریچ ،چې له یادې څارګرې ادارې سره ېې شل کاله دنده تر سره کړې وه وروسته له هغه په افغانستان کې په خصوصي ډول خپلې جاسوسۍ ته دوام ورکړ ،چې په تېره میاشت کې دا مریکا اردو له نوموړي سره خپل تړون پای ته ورساوه .
سرچینه زیاتوي ده یوه خصوصي څارګره کمپنۍ جوړه کړه چې له خپل کور دسان ډیاګو څخه ېې اداره کوله .
ورځپاڼه کاږي چې نوموړي جاسوس په افغانستان کې بېلا بېل جاسوسان لرل او له هغوي څخه به ېې د طالب جنګیالیو او په کابل کې دسیاستوالو په اړه معلومات راټولول .
سرچینه لیکي کلاریچ دایران د کونټرا په پېښه کې په ناسم راپور ورکولو او درواغو ویلو مجرم پیژندل شوې و ،چې وروسته بیا وبښل شو د راپور له مخې کلاریچ هڅه کوله ،چې دولسمشر کرزي ورور احمد ولي خان بدنام کړي او خپل جاسوسان ېې ګومارلي و څو په دې اړه معلومات راټول کړي ،چې ګویا حامد کرزی په هیروینو روږدی دی .
دویکیلیکس دمعلوماتو له مخې کلاریچ دحقیقتونو ، خیالي راپورونو دامریکا اردو ، رسنیو ، لیکوالو او شنونکو په ځانګړې توګه امریکايي تلویزونو ته دا معلومات استول .
دخپاره شوې راپور پر مټ دامریکا پوځیانو به خپل هواېې بریدونه او عملیات دکلاریچ دمعلوماتو پر بنسټ تر سره کول کلارېچ تر 2010 ز پورې دجنرال مک کرنان له دندې تر ګوښه کولو پورې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره په افغانستان کې قرارداد درلود .