پوهنې وزارت: که د نجونو ښوونځي پيل نه شي دا کال ورته پوره حسابيږي 

روهي (نۍ/۲۲ د لړم)، د هېواد پوهنې وزارت ويلي دي چې  که چېرې د روان ژمي پوري د نجونو ښوونځيو د شروع کېدو طرحه بشپړه نه شي، نو دغه کال به بشپړ حساب شي او نجونو به په راتلونکې کال کې  يو ټولګی پورته صنف کې نېول شي. 

د پوهنې وزارت د دغه پلان اړوند هغه نجونې چې سږ کال په لسم ټولګي کې دي او که ښوونځي يې پيل نه شي نور راتلونکی کال به دوی په يوولسم ټولګي کې وي او همدا ډول نور ټولکي. 

د طالبانو له خوا د واک په اخېستو سره د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته تړل شوي دي او پوهنې وزارت وايي چې دوی په يوې طرحې کار کوي او بشپړېدو وروسته به يې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي. 

تر اوسه په بلخ، کندز، هرات، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د نجونو ښوونځي شروع شوي دي. تر اوسه د ا.ا.ا په څرګند ډول دا مالومات نه دي وړاندې کړي چې په کوم ډول طرحې کار کوي او کوم بدلونونه لري. 

نړيواله ټولنې او په کور دننه فعالان په دې ټېنګار کوي چې د نجونو ښووځي بايد پيل شي خو حکومت بيا وايي چې د بيا پر پيل يې جدي کار شروع کړی دی.