بدلون: د حرکت او حکومت توپير بايد وشي

د افغانستان په خاوره کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د افغان د ازادۍ غږ نه يوازې په سيمه بلکې په ټوله نړۍ کې خپور شو، او نړۍ د پراخو بدلونونو شاهده وه، خو ژورې اغېزې يې پر سيمه او ګاونډيو وکړې، په سيمه کې ځينې ازادي خواه خوځښتونه له هماغې چېنې څخه خړوبيږي، چې شا او خوا دوه څلويښت کاله مخکې د افغانستان په سپېڅلې خاوره کې راخوټکېدلې وه.

خو په دې توپاني کلونو کې که له يوې خوا يې تودو بادونو د افغانانو مخونه سپېره او هېواد يې په شاړو بدل کړ، له بلې خوا زموږ له بې وسۍ، کم فهمۍ، طبيعيت، او کم درکۍ څخه ځينو دومره ګټه واخسته، چې وپړسېدل، او بېرته موږ ته بلا شول.

هغه یو تاریخ دی، خو ويل کيږي چې د تاريخ په اږدو کې تاريخ بيا بيا خپله تکرار شوی دی، د شوروي اتحاد له ماتې وروسته لومړی ولسمشر استاد برهان الدين رباني وټاکل شو، خورا له جنجاله ډکه ډوره يې تېره کړه، او که د شورويانو هومره نه و، نو د افغان ځور د هغه په دوره کې له شوروي ښکېلاکه کم هم نه و.

خو نه ده معلومه چې استاد ته چا وويل او يا دا فکر له کومه وروغورځېد، چې په افغانستان کې جهاد اعلان کړه، خو هماغه تاجکستان چې له خاورې يې افغانستان ته سره پوځيان راتلل، او د کابل له فتحې وروسته بيا هم د يوې سمبوليکې خپلواکۍ شاهد او د ماسکو تر اغېز لاندې و، د سولې پر لور بوځه، هغه هم د داسې چا سوله، چې له شورويانو د بشپړې ازادۍ خوب ويني.

ماته نه ده معلومه چې استاد رباني ولې سيد عبدالله نوري (سعيد عبدالله نوري) د تاجکستان د اسلامي خوځښت بنسټګر، او د جهاد توغ په اږه مبارز ته وويل چې نور د شوروي پلوي امام علي رحمان په وړاندې خپله وسله په ځمکه کېږدي، زه نه يم خبر چې استاد به عبدالله نوري په کومو دلايلو قانع کړی وي، چې زما په هيواد کې جګړه او ستا په هيواد کې روسانو سره معامله جايزه ده.

د امام علي رحمان او نوري ناسته د کابل په تاريخي ارګ کې وشوه، د ۱۹۹۵ زېږديز کال د مۍ مياشتې د اولسمې نېټې دا ناسته په تاجکستان کې د اسلامي مزاحمت د پای پيلامه شوه، ژر تاجکستان د سولې پر لور ولاړ، او کابل تر ننه پر روغتونونو او مسجدونو د ډله ايزو بريدونو په وير ناست دی.

هماغه ارګ دی چې له يوې څرګندې فتحې وروسته بيا پکې د دې خاوري اصلي وارثين ناست دي، هماغه ارګ دی، چې مخکې ترې غوني ځيږوونکي خبرونه راوتل، اوس ترې د ارامۍ، سوکالۍ، او يوازې د افغانانو د پرېکړو، د افغانانو تر منځ د ناستو، او مشورو خبرونه تر لاسه کيږي.

خو تر څنګ يې دا هماغه تاريخ ارګ دی، چې نو مولوده حکومت پکې د شمالي ګاونډي پر ځای د ختيځ ګاونډي د سولې کوربه دی، خو د شپږ ويشتو کلونو څخه د پخوا ناستو سره خورا ستر توپير لري.

پرون پاکستاني طالبانو اعلان وکړ، چې له اسلام اباد سره يې يوه مياشت اوربند اعلان کړی، او د دې خبرو منځګړيتوب د افغانستان اسلامي امارت يعنی دکابل واکمن حکومت کوي، له دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفير، له هغې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او نورو چارواکو دا خبرونه ورکړي وو، خو د کابل د حکومتي ماشين په خوله د سکوت مهر لګېدلی.

دا ډېره ښه ده چې په سيمه کې سوله او ارامي هم د افغانستان له پاکې خاورې سرچينه واخلي، که زموږ د سولې لپاره دوحه کوربه ګرځېدای شي، نو موږ ولې د خپلو پښتنو وروڼو د ارامۍ لپاره کوربانه ونه اوسو، خو پوښتنه مو دا ده، او زړه مو په دې خوږیږي، چې زموږ واکمن نور بايد د يو حرکت په توګه اکټ ونه کړي، بلکې د يو حکومت ريښتينی انځور وکاږي.

اندېښنه مو هله پيدا شي، چې د افغانستان موضوعات بې له دې چې په کابل کې ژبې په حرکت راشي، له اسلام اباده په تدريجي ډول راووځي، کاشکې په اوسني دولتي ماشين کې شته ځيرک دماغ په دغسې موضوعاتو کې ژر په کار راشي، د موضوع حساسيت درک کړي، او ژر اقدام وکړي، ولې پاکستان ته د لوړ پوړي پلاوي د سفر اعلان له اسلام اباده کيږي، ولې د پاکستاني طالبانو د کوربه توب اعلان له اسلام اباده کیږي، او ولې پاکستان تور پورې کوي، چې که خبرې ناکامې شي، نو طالبان به د پاکستاني طالبانو پر ضد نظامي اقدام وکړي، خو د کابل او کندهار شونډې ګنډلې دي.

موږ د اوسنيو مشرانو په خلوص هومره شک نه لرو، څومره چې روان وضعيت ته اندېښمن يو، زه وايم چې افغانستان بايد بالاصالة وغږيږي، څوک په وکالت ونه نيسي، او نه داسې څرګند شي، چې کابل کې اوسنی حکومت په څه نه پوهېږي.

زموږ هيواد د تل لپاره نورو د خپلو ګټو لپاره کارولی دی، هماغه تاجکستان چې استاد رباني يې په خاوره کې امن غوښتی و، اوس دا دې دوه نيمې لسيزې وروسته په افغانستان کې د جنګ اور ته لمن وهي، له دې هيواده پناه وروړي مسئولين يې بنديان کړي، د اوسني په ټول هيواد مسلط مخالفينو ته يې ځای ورکړی، او لا هم د افغانستان په داخل کې قومي او ژبني اور لرګي ور اچوي، زه پوره باوري يم چې زموږ ختيځ ګاونډی به هم له موږ څخه په خپله نفع کار اخلي، او په مقابل کې به بيا زموږ د مخالفت پر سر له نړۍ امتياز اخلي.

موږ يو سوله خوښی ملت يو، خو مشران مو بايد هومره ځيرکتيا ولري، چې د دې متنوع قومي هيواد د استازي په توګه کار وکړي، او ګټه راوړي، نه عاجل اقدامات.

که همدا د پاکستان د سولې منځګړيتوب ته وګورو نو دا يوه حساسه موضوع ده، که څه هم زما د معلوماتو پر اساس دا بهير ډېر پخوا پيل شوی و، يعنې د اشرف غني د حکومت له ړنګېدو مخکې، خو داسې خبرې چې د هيواد برخليک او راتلونکی ورپورې تړل شوی ګڼل کېږي، خورا حساسه ده، تر اوسه په دې اړوند نه له مشر امير څخه کومه څرګندونه شوې، نه رئيس الوزراء او نه بهرنيو چارو وزارت څه ويلي، نه پوهېږو چې د دې چوپتيا او د اسلام اباد د وازې خولې مطلب به څه وي.

له دې وروسته بايد امارت د حکومت او حرکت تر منځ په توپير پوه شي، بايد نور د حکومت په توګه عمل وکړي، د نورو د هرې خبرې او اقدام درک وکړي، او په مناسبت وخت کې يې مناسبت ځواب ووايي، دا به هم بده وي، چې ملت ګډې او بزې وبلل شي، او چې په استازولۍ يې هر څه کيږي، ترې دې غوښتنه وشي، چې غلي و اوسيږي، که دا د دولت رعيت وي، نو بيا حق لري، چې که په عمق نه وي، سطحي له موضوع خبر و اوسي.

سرپرست وزير داخله صيب دې خبر وي، چې تاجکستان له مرګ وروسته هم احمد شاه مسعود او استاد رباني ستايي، په کتابونو کې ځای ورکوي، او له مرګ وروسته هم مډالونه ورکوي، خو ستاسې نوم به په نېکۍ ځکه ياد نه شي، چې تاجکستان، يوه ژبه يو ملت و، ګټه يې هم ټول ملت ته کېده، خو دلته به يو ملت ته لينګتۍ واچول شي، او په ځمکه به د بل وړاندې راوغورځول شي، و بل بيا ټولو ته معلوم دی.