ولسمشر دفیس بوک له لارې استعفا ورکړه


په فیس بوک دفرانسې دولسمشر نیکولا سارکوزي پاڼه دکمپیوټري غلو لاسته ورغلې او په کې په ِغټو تورو کښلي زه بیا ځان نه کاندیدوم .
ډیل میلي ورځپاڼه کاږي : دا خبر نږدې 350 زره ګډونوالو ته رسیږي او کېدای شي په فرانسه کې یو ډول ترینګلتیا رامنځته کړي ،چې ایا رښتیا ولسمشر استعفا ورکړې ده که څنګه ؟
ولسمشر خپله استعفا په دې ټکو پېل کړې ده ... زما ګرانو هېوادوالو دهغو ځانګړوستونزو له کبله ،چې زما هېواد ورسره مخ دی نو ما پریکړه وکړه ،چې د 2014 ز دټاکنو لپاره ځان نه کاندیدوم .
د( له سارکوزي سره په مخه ښه ) تر سرلیک لاندې لیکل شوې دي زما مینه وا ل کولای شي ،چې د 2012 ز د می پر 12 نېټه په پلازمینه پاریس کې د لوفوکویت هوټل مخ ته راټول شي زه ورسره خدای په اماني کوم . کمپیوټري غلو ځکه دا هوټل غوره کړې دی چې سارکوزي دولسمشرۍ لوړه په همدې هوټل کې کړې وه .
ورځپاڼه کاږي : سارکوزي دغلو دا ډول ټوکه په بل ډول ورسمه کړې ده او له خپلو هېوادوالو ېې بښنه غوښتې ده او دا مننه ېې کړې ده ،چې تاسې هر وخت زما مټ او بازو وې او دا ېې منلې ده ،چې فیس بوک دومره ډاډمن نه دی لکه څومره ېې خلک بولي .
سارکوزي دفرانسې په تاریخ کې یو له هغو ولسمشرانو دی ،چې ډېر ملاتړي لري ، خو په دې وروستیو کې ېې څو ځلې دملاتړ کچه 30% راټېټه شو ېده .