ا.ا  بايد څه ته پاملرنه وکړي؟

نړیوال سیاست متحرک دی چې اکثره هېوادونه پدې لټه کې دي چې د خپل هېواد ملي ستراتیژیکې ګټې لاسته راوړي او د ملي ارزښتونو ساتنه وکړي چې بعضی وخت دا عمومي اصطلاح اکثره ډېره استعمالیږي چې “سیاست دوست او دشمن نه پیژني “یا “ د نن ورځې دوست سبا دوښمن هم کیدلي شي او د نن ورځې دوښمن ښه دوست هم کیدلي شي” یعنې دا ډول اصطلاحات د خپلو ګټو ساتنې لپاره کارول کیږي چې چېرته ګټې هلته دوستي، ایران څو ورځې دمخه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو باندینو چارو وزیرانو کوربه ؤ چې افغانستان یې د بحث موضوع وه او ورته کنفرانس په روسیه کې هم دایر شوی او نږدې راتلونکي کې به د هند ،چین او څه موده وروسته بیرته روسیه کې دا ډول کنفرانسونه د افغانستان په اړه دایر شي.

په دې ډول کنفرانسونو کې ټینګار په افغانستان کې داسې حکومت کيږي دي چې د ملي مشروعیت څخه برخمن وي او د نړيوال قانون جوړښت ، حقوقي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

د اسلامي اماراتو ټینګار بیا د نړۍ غوښتونو سره په تضاد کې دی چې دوی اعلان کړی چې اسلامي امارات د نړۍ رسمیت پیژندنې د پاره ټول شرایط پوره کړي اما تر اوسه پورې هغه شرایط چې امارات یې دعوه لري روښانه نه دي چې کوم شرایط یې پوره کړي..!؟ 

د نظام مشروعیت یو اړخ انتخابات دي، که چیرته اسلامي امارات په انتخاباتو باور نه لري نو باید د انتخاباتو بدیل پالیسي وړاندې کړي چې د افغانستان ملي ارزښتونو ، ګټو ساتنه په کې وي او د افغانانو وړ وګرځي او همدارنګه د نړۍ حقوقي اصولو ، قانوني چوکاټ او د ملګرو ملتونو کنوانسيون اصولو سره سم وي چې داخلي مشروعیت تر څنګ نړیوال مشروعیت ، رسمیت او پاملرنه راخپل کړي بیا مهمه د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل دي اما تر ډېره بیا د نړۍ زبر ځواک هېوادونه خپلو ګټو ته ګوري که دا نن طالبانو سره تفاهم ته ورسیدل ممکن ډېر زر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني بیا د نړۍ حقوقي ، اصولو او قانوني چوکاټ کې نه دي ، متاسفانه دلته بیا ډېر څوک د افغانستان غم و درد کې نه دي چې همدردي وښیي که فکر وکړو ښه اغیزمن کنفرانسونه چې د روسیې ، ایران ، ترکیې او چین لخوا جوړ شوي او جوړیږي خو هیڅ هېواد په پاکستان او ایران غږ ونه کړ چې په دې سختو بحراني حالاتو کې د خپلي پولې د افغانان پرمخ هر ډول تګ راتګ ته خلاصې کړي اما هر هېواد د خپلو ګټو په لټه کې دی چې د افغانستان په نامه یې وکړي...

ایران ، پاکستان دواړه د نړۍ خصوصا د لویدیځو هېوادونو لخوا انزوا ته شوي خو اوس کوښښ کوي چې ځانونه طالبانو ته نږدې ثابت کړي او د افغانستان په مسائیلو کې ځان ښکېل وښايي چې د نړۍ پاملرنه راجلب کړي او هم د نړۍ اکثرو هېوادونو ته په نړیوال سیاست کې د مسائیلو حل د پاره په ګډه طرحه ، نظر او شریک عمل وښايي او د اقتصادې انزوا څخه تر يوه حده ځانونه  وساتي..

طالبان د هغه چا ته په نړیوال سیاست کې اولیت ورکړي چې په افغانستان کې لویو پروژو، اقتصادي پرمختګ ، پانګوني ته لیواله وي هسي بیځایه د په بعضو هېوادو حساب نه کوي…

د پاکستان سیاست له تاریخ څخه په دوه مختیوب کې اول مقام لري پاکستان داسې سیاست لري چې ځان په نړیوال سیاست کې  همیش ځایولی شي او ګوښه کیدلی هم شي که فکر وکړو د چین لویو اقتصادي پروژو ترسره کولو د پاره پاکستان د امریکا څخه ځان ګوښه کړ ، اړیکې یې بیخې سړې  شوي اما چې د چین پروژې په بشپړیدو دي اوس بیرته د پاکستان ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د امریکا سره اړیکو جوړولو کوښښونه کوي چې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپره وشول چې ممکن یو ځل بیا پاکستان د امریکا سره نکاح وکړي او د خپلې  خاورې  استعمال د امریکا حضور ته  ورکړي …

طالبان باید د پاکستان سیاست عمیق وڅیړي او مطالعه یې کړي چې پاکستان هیڅ وخت داسې افغانستان نه غواړي چې نړۍ سره نږدې اړیکې وپالي او اقتصادي، سوداګریزې حتی د افغانستان تولیدات په پښو ودریږي په دې برخه کې بايد چې طالبان د سوړ سیاست څخه ګټه واخلي چې د وخت سره د پاکستان سیاست خپله څرګندیږي... 
 

افغانستان اوس وخت کې بیخي د کړنګ او پړانګ سره مخ دی خو طالبان ښه پوهیږي چې کړنګ کومې خوا ته دي او پړانګ کوم لوري ته دی، دوی بايد له  داسې سیاسي تعامل څخه ګټه پورته کړي چې په نړیوال سیاست کې رول ولوبوي چې نه يې پړانګ وخوري او نه له ګړنک څخه ولویږي اوس وخت کې طالبان باید ډېر تمرکز په داخل د افغانستان کې په ستونزو وکړي چې د افغانانو غوښتونو ته ځواب ووایي ، د ښې حکومتوالۍ سېستم رامنځته کړي ، اساسي قانون او د حکومت جوړښت ته جدې کار وکړي ، د مخکښو مشرانو د مزاکراتو لپاره پراخ کمیسیون جوړ کړي او د افغانستان هر قشر نظرونه راټول کړي ، د افغانستان ریښتوني او هېواد ته وفادار د هېواد ملي ګټو ، ارزښتونو ته تابع ساسیونو سره د بحثونه وکړي چې بالاخیره لویه جرګه دایره کړي بیا که انتخاباتي حکومت باندې پریکړه کیدله انتخاباتو ته د پوره مکمل مکانیزم جوړ او کار پرې وکړي که انتخابي حکومت نه غواړي، خلکو او نړۍ ته د  یې بدیل وړاندې کړي اما که اوس وخت طالبان هر څومره ځانونه ښه ثابت کړي خو نړۍ او هېوادوالو ته د زور حکومت معرفي شوی چې د زور له لارې واک ته رسیدلي نو بیا به هم ستونزو سره مخ وي چې دا ستونزې به هېواد او هېوادوال سخت وځپې.

د نړۍ هیڅ هېواد د نړیوالو فکتورونو او اصولو څخه پرته هیڅ نشي کولی اوس نړۍ سیاسي بهیرونو ، سوداګریزو ، اقتصادي فعالیتونو ، صنعتي او ټیکنالوجيکو اړیکو ته اولیت ورکوي ، خصوصي سکتورونه رغنده رول په کې لري دا چې په یو هېواد کې څرنګه خصوصي سکتور وده وکړي د دې  لپاره بايد خصوصي شتمنیو ته د ساتنې تضمین ورکړل شي ، عادلانه او مؤثر قضایي نظام شتون ولري ، په قوانینو او مقرراتو د پوهیدنې وړ ظرفیت ولري او د دې سره سره د اقتصادي مدیریت کنترول دپاره د دولت سرچینې،  انساني سرچینې ، تنظیم او عصری کولو ظرفیت ولري همدارنګه بايد هېواد په نړیوال سیاسي بهیرونو کې ورګډ وي چې استدلال ، منطق ، مشورتي بهیرونو ، بنسټیز چوکاټ کې د ازادۍ برخه شتون ولري ، سیاسي قدرت اغیزمن کیدو لپاره  د همکاري افزار  اړین دي همدارنګه که د نړۍ سیاست ته ورننه  شي هېواد باید د مهمو فکتورونو لرلو  وړتیا ولري او په هره برخه کې غني وي که څه نه لري باید رامنځته شي چې د نړۍ سیاست سره په وخت باندې تخنیکي، منطقي او علمي توګه مبارزې کولو وړتیا پیدا کړي ، داسې نهادونه رامنځته شي چې په هېواد کې دولتي ستونزې وڅیړي ،د ستونزو ترمنځ تفکیک وشي ، د ستونزو حل کې مختلف ډول توپیري شرایط وړاندې شي چې د حساسیتونو سبب ونه ګرځي ، اقتصادي پرمختګ د پاره حکومتي بنسټونه ورغول شي ، د سیاسي واحدونو په چوکاټ کې ډیموکراټیک بهیرونه تقویه شي چې د حکومت تر نظارت او کنترول لاندې فعالیتونه وکړي.

د افغانستان په مسائیلو کې دا لومړی ځل نه دی چې نړۍ یې ښکیل کیدو او خپلو سیاسي ګټو پوره کیدو وروسته تښتي د نړۍ قدرت لرونکي هېوادونه په ۱۹۷۰ يمو کې د افغانستان سیاسي مسائیلو کې ښکیل شول چې دوي څه وکړل ، څنګه یې وکړل جدا بحث دی اما دا لویه ناکامي د هغه وخت مشرانو وه چې د جګړې وروسته یې د هېواد د پرمختګ لپاره ورڅخه ګټه وانخستلی شوه او نه د داسې سیاست څښتن شوو چې د نړۍ څخه ګټه واخلو متاسفانه د نړۍ سره په ژبه پوه ،علمي اشخاص او افراد مو ونه لرل چې نړۍ سره د نړۍ په ژبه سیاست وکړي او نه داسې مکانیزم رامنځته شو چې د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو ساتنه پکې وشي مونږ څو ځلې نړۍ ته د کمزوري مدیریت ، سیاسي ژبې نشتون ، د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ساتنې ته بشپړ مکانیزم نه لرلو له امله بائیللي دي ، هېواد مو صفر ته راغورځیدلی، که چیرته د ګاونډي  پاکستان سیاست ته نظر وکړو زما په اند د افغانستان په مسائیلو کې یې د نړۍ څخه څو ځلې پراخ بنسټه ګټه کړې چې تېر کې یې اتومي اسلحې تر لاسه کړي بیا یې میلیاردونه ډالر د تروریزم په نامه تر لاسه کړل ، د جمهوریت په ضد یې د پردې تر شا جګړې تودې کړي چې میلیاردونو ډالرو تر لاسه کولو تر څنګ یې بیرته د افغانستان جمهوریت راوپرځولو او زمونږ که جنرال و که ډګروال ،که وزیر و که والي په تیښته ولاړل هېواد یې د ناکامي لویې کندې ته ور وغورځوه دا هر څه د دويی کمزورتیاو ، نیمګړتیاو ، علمیت نشتون ، مشخص مکانیزم نشتون او په سیاسي چارو نه اګاهي او هېواد ملي ګټو ته تابع څوک راپیدا نشول اوس اسلامي اماراتو بیرته د 0,5 څخه راشروع کړې چې 0,3 فیصده پرمختګ هم نه دی شوی که چېرته اسلامي امارات، په تعلیمي ، څیړنیزو ، تحقیقاتي او مطالعاتو نهادونو  باندې پانګونه ونه کړي او اسانتیاوې رامنځته نه کړي او خپلې نمیګړتیاوې او کمزورتیا په وخت ونه څیړې او مختلفو ستونزو ته د  مختلفو لارو چارو له لارې  د حل فکترونه رامنځته نکړي،  ممکن دا هم د تیر جمهوریت په برخلیک اخته شي... 
وما علينا البلاغ.
 
ــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال په اړه: 
لیکوال: فریدالله ځاځی (جامعه میلیا اسلامیه پوهنتون کې د سیاسي علومو دوکتوره کاندید)