ملت ته له غني تر اخري ټول مسول دي

په ٩٧ کال کې موږ د میدان ښار والۍ لپاره د ظریفې غفاري د ګمارل کیدو مخالفت وکړ. دا مخالفت ورځ تربلې پسې ډېرېده او پوره شا او خوا یو کال ظریفه غفاري دندې ته پرېنښودل شوه. د دې په علت خبرې نه کوم، چې ولې او د څه په موخه خلکو غفاري نه غوښته؟ ځکه چې هماغه ډول بیځایه ګمارنو او کار اهل کار ته نه سپارلو له وجهې تېر نظام خپل سر وخوړ.

یو وخت د مخالفت کیسه بیخي ملي او نړیواله شوله. ظریفې غفاري میډیا ته مخه کړه او بلاخره خبره تر مرکزي حکومت پورې ورسېده. د دې مخالفت تر څنګ د میدان ولس ځینې نورې غوښتنې هم له مرکزي حکومت درلودې او د دې غوښتنو د شریکولو او حل لپاره یوازینۍ لار یې همدا ګڼله، چې له ولسمشر سره وویني او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي. بلاخره له اوږده ځنډ وروسته له ولسشمر سره ملاقات برابر شو او موږ ته د ورتګ ورځ مشخصه شوله. خو له ورتګ یوه ورځ وړاندې موږ سیمه یزو ارګانونو ته وغوښتل شوو؛ زه او د میدان څو تنه سپین ږیري او قومي مشران راساً سیمه یزو ارګانونو ته لاړو او موږ ته ویل شوي و، چې د سبا ورځې د اجنډا او ناستې په اړه راسره مشوره کیږي. پداسې حال کې، چې موږ په ځلونو له سیمه یزو ارګانونو ادارې د دې غوښتنه کړې وه، چې ظریفه غفاري دې میدان ښاروالۍ ته نه راستول کیږي او هغه څوک دې را واستول شي، چې په ازموینه کې بریالی شوی او اهل کس دی؛ خو زموږ په غوښتنه چا غوږ هم نه ګراوه او هر ځل به له همدې ځایه ورته ویل کیدل، چې دا د ولسمشر حکم دی او باید معرفي شي.

خیر موږ چې سیمه یزو ارګانونو ته لاړو، نو له لږ څه انتظار وروسته د متین بیک دفتر ته وغوښتل شوو، له چای څښلو سره مو د بیک په غوښتنه یو غیر رسمي او ازاد مجلس پیل کړ.

مشرانو خپلې غوښتنې یوه یوه له متین بیک سره شریکې کړې او ده هم له ځان سره نوټ کولې. کله چې زموږ خبرې خلاصې شوې، نو ښاغلي بیک د لږ خبرو او مشورې غوښتنه وکړه. مشرانو د هرکلي په دود بلنه ورکړه. بیک د بیا ځلي ښه راغلاست وروسته د مشرانو د ټولو غوښتنو د حقانیت خبره وکړه، چې دا غوښتنې ستاسو حق دی او حکومت مجبور دی، چې ستاسو غوښتنو ته لبیک ووایي؛ خو دا یوه غوښتنه مو راځﺉ له ما سره حل کړﺉ، هغه دا چې ( امي دختر) دا نجلۍ پریږدﺉ، چې یو څه وخت کار وکړي او زه ژمنه کوم، چې بیرته یې را تبدیلوم. موږ ورسره نه منله. په همدې موضوع له ډېر جار وبحث وروسته یې له مشرانو وغوښتل، چې په سبانۍ ناسته کې له ولسمشر سره که دا موضوع یاده نشي دا به ډېره ښه خبره وي. ځکه چې ولسمشر پدې خبره درنه خپه کیږي، چې تاسو ولې د یوې ښځې د دندې مخالفت کوﺉ. موږ له ده سره دا خبره زړه نازړه ومنله. خو چې دباندې راووتو، نو خپلو منځونو کې مو ژمنه وکړه، چې دا د ولس غوښتنه ده او چې هر څنګه کیږي باید ولسمشر سره یې شریکه کړو.

په سبا ورځ موږ شا او خوا لس بجې ځان له ګڼو قومي مشرانو، سپین ږیرو، د ولس استازو او ځوانانو سره ارګ ته ورساوه، یوولس بجې په ډېر غالب ګمان چې ناسته مو په چهار چینار ماڼۍ کې پیل شوه.

دا چې موږ له وړاندې خپلې غوښتنې له دوی سره شریکې کړې وې، نو د ځینو وزارتونو وزیران او معینان هم ناستې ته راغوښتل شوي وو. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو له تلاوت وروسته پیل شوه او د اجندآ له مخې زموږ له لوري ګمارل شویو کسانو خپلې غوښتنې او خبرې له ګډونوالو سره شریکې کړې. د ظریفې غفاري د نه غوښتو خبره هم په کلک انداز کې وشوه. زموږ د مشرانو له لوري د خبرو پرمهال ولسمشر، وزیرانو او معینانو د خپلې برخې اړونده خبرې نوټ کولې.

هو رښتیا له تلاوت وروسته ولسمشر په خپله د غونډې د ترتیب په اړه وویل، چې لومړی یې موږ له تاسو اورو بیا به موږ درته ځواب ووایو، چې ټولو همداسې د منلو وویل.
کله چې زموږ له لوري خبرې خلاصې او نوبت ولسمشر ته ورسېد د هرې غوښتنې په اړه به لومړی خپله د حل په موخه وغږېد او بیا به یې د اړوندې ادارې له مسول( وزیر، معین) د وضاحت او دې برخه کې له ولس سره د قانون په رڼا کې د همکارۍ او جدي هدایت خبره کوله.

اخره خبره، چې د ظریفې غفاري د مخالفت او د نه غوښتو راغله ولسشمر متین بیک ته لومړی وکتل، د بیک څېره کې له ورایه تغیر ښکارېده او لاپسې څرګند شو.

بیک ته يې ددې او نورو ټولو ستونزو د ژر حلیدو جدي هدایت ورکړ. د دې پر ځای چې موږ ته غوسه وکړي، په ده باندې ور سور او شین سه. ورته یې وویل، چې باید هیت ترتیب او په یوه اونۍ کې باید ماته ګزارش د میز پر سر کیږدﺉ. ځکه د میدانیو ټولو غوښتنې قانوني دي او موږ قانون ته ژمن یو.

څه نورې خبرې هم وشوې او بلاخره ناسته پای ته ورسېده. موږ ته داسې هم ویل شوي و، چې ولسمشر په ځینو خبرو غصه کیږي او باید ورته ونه ویل شي، په ځانګړي توګه د ظریفې غفاري په اړه، چې د میدان خلک یې د ښاروالې په توګه نه مني.خو له دې ټولو سره سره موږ بیا هم هماغه خبرې شریکې کړې.

له دې ځایه چې راووتو متین بیک هم تر یو ځای پورې زموږ ملتیا وکړه. زه او هغه کسان چې یوه ورځ مخکې ورغلي و، د ده په غوښتنه یوې خوا ته لږ ودریدو. لومړی یې وویل، چې ژر به ستاسې غوښتنو ته رسیده ګي وشي او هیت به ډېر ژر ولایت ته در واستوم.

خو دا ځل یې د ظریفې غفاري په اړه لږ سپین وغږېد او ددې په اړه یې هم څه و نه ویل، چې تاسو ولې ولسمشر ته د دې خبرې یادونه وکړه؟ بیک دا ځل موږ ته وویل، چې اوس مې ولسمشر نه حکم اخیستی ده . تاسو یې فقد یوه میاشت دندې ته پریږدﺉ، چې یو ځل معرفي شي نور یې زه په سبا بیرته را تبدیلوم. زه هم نور تر پزې پورې دې نجلۍ راوستی یم. نور یې زه بیخي شرمولی یم. د ځینو نورو خبرو راوړل دلته مناسب نه بولم. ځکه نور موږ خپله پوه شوو، چې کیسه څه ده او څوک يې لوبغاړي دي. خو دا خبره راته یقیني شوه، چې د میدان ښار ښاروالۍ په آزموینه کې بل څوک بریالی شوی او ده ښاغلي بیا خپله لوبه مخته پکې وړې ده، خو خدای خبر چې دوی به غفاري کې کومه وړتیا لیده،څې میدان ته یې د ښاروالې په توګه راستوله؟
 
زه نور د خپلو غوښتنو په اړه څه نه وایم، یوازې دومره وایم، چې د هیت له راتګ وروسته ګزارش د بیک تر میز ورسېد خو ولسمشر ته و نه رسید، ځکه موږ د هغه څېره ولسمشر ته روښانه کړه او ده زموږ ګزارش بیرته ولسمشر ته وړاندې نه که.

خو دا خبرې مې ځکه دلته وکړې، چې بیک په دې وروستیو کې له ولس بښنه غوښتې، چې له دوی یې د اشرف غنی د ملاتړغوښتنه کړې او رایې ورته ترې اخیستې دي.
خو
دوی ولسمشر ته نږدې کسان ول. دوی ولسمشر ته په شاتو کې زهر ورکول او څه یې چې غوښتل هغسې ګمارنې یې کولې. د پیسو او هر ډول نورو امتیازاتو په بدل کې؛ چې یوه بیلګه یې هغه ده، چې ما یې یادونه دلته وکړه. ولسمشر به خبر نه و، او دوی به بیا وخته داسې سپینې خولې هلکان او نجونې مقررې کړې وې.

دا منو، چې غني د تېر حکومت لومړی درجه مسول و او د داسې کسانو ګمارلو مسولیت بیرته ده ته ور ګرځي، خو ورسره د تیر حکومت داسې مسول چارواکي هم له دې خطا ملت ته ځان نشي خلاصولی. که له غني پوښتنه کیږي له دوی هم باید وشي. دا په دې خاطر نه وایم، چې زه د غني طرفداري کوم او خلاصون یې غواړم، بلکې دوی هم د لومړۍ درجې ادارو مسولین پاتې شوي دي. همدوی وه، چې په ولسمشر را ټول وه او ځانونه یې ورته سپین سپین چرګان کول، خو پسې شا یې د ولس او حکومت ترمنځ فاصلې پیدا کولې. هغه ستونزې او مشکلات چې ولس درلودل، بیرته همدا ډول کسانو د خپلو امتیاز ګریو، قومي، سمتي، ژبنیو او نورو ګڼو تعصبانو له مخې له ولسمشر سره نه شریکول. همدا ډول کسانو هر ځای د بوسو لاندې اوبه تېرولې.

وروستنۍ د ملت او حکومت فاصلې له همدا ډول فساد، قومي تعصباتو، خود سرانه او نا اهله ګمارنو له امله رامنځته شوې، چې کرار کرار یې هرې یوې وړې ستونزې د حکومت ستنې ولړزولې او بلاخره نظام ړنګ شو.

اوس نو که د تیر حکومت ولسمشر مسول دی، نو د ده وزیران هم مسول دی، تر ولسمشر دوی ډېر فساد کړی او باید ترې پوښتنه وشي. دا هر څه یوازې په یوه بښنه او معذرت غوښتو باندې نه خلاصیږي او نه هم بسنه کوي. ملت ته ټول چارواکي مسول دي او باید ځواب ووایي.

ملت سره د ګڼو پوښتنو تر څنګ دا هم دي، چې که دا پخواني چارواکي د اوسنۍ تراژیدۍ مسول یوازې اشرف غني بولي او دوی ځان پاک بولي، نو ولې یې هغه وخت غږ نه پورته کاوه؟ ولې یې له دندو استعفاوې نه ورکولې؟ او که یوازې غني مفسد و، دوی ولې د نظام له ړنګېدو سره له وطنه وتښتېدل؟ غني یوسړی و، دوی باید پاتې شي وای او ملت ته یې ډاډ ګېرنه ور کړې وای. خو نه لدې مالومیږي، چې دوی ټول د دې لامل شول، چې نظام سقوط وکړي او له غني سره يو ځای او په یوې چورلکه کې له هېواد پښې سپکې کړي.

ملت ته له غني تر اخري ټول مسول دي او باید ځواب ووايي.