نغیند

څرنګه چې څېړنو ښودلې ده چې خواړه تنها د لوږې د مخنیوي لپاره نه کارول کیږي ، بلکې دې تر څنګ یوشمېر خواړه د خوښۍ،  غم  او نورو ځانګړو مناسبتونو لپاره کوم چې د ټولنې لخوا د اړوندو پېښو لپاره ټاکل شوي وي برابریږي،  خوتر ډېره په دسترخوان اېښودل شوي خوړنیز توکي د پېښې ډول ټاکي،  یو شمېر نور یې بیا د هر ډول مناسبتونو لپاره چمتو کیږي اوپه هر حال خواړه هغه څه دي چې دې ورکړې راز له ځان سره لري چې له دې ټولګې څخه یو هم نغیند دي.  

نیغند د یوشمېر خوړو په ترکیب  چې اساسي جوړښت یي غنم دي خواړه دي یا په بل عبارت هغه خوندوره ډوډۍ ده چې  د معمولي ډوډۍ پر نسبت زیات توکي له ځان سره لري چې بوره،  غوړي،  هګۍ او نور لري،  پخول  یې د معمولي ډوډۍ په څېر دي تر یوې کچې زیات کار لري،  له اقتصادي اړخه لږ څه لوړ لګښت لري،  له لرغونې زمانې څخه دود دي،  دا د بڼې له مخې دوه ډوله لري چې لومړی ډول یې کوچني چې غونډارۍ ورته هم ویل کیږي معمولا د خپلوانو لپاره د ډالیو په موخه برابریږي او بل ډول یې لوی چې د دې ډول غذا برابرول له ځانګړو مناسبتونو څخه خالي نه وي چې د ټولو راټولول به ممکن نه وي او یو شمېر یې په لاندې ډول دي.  

o    د ښو شپو په لړ کې ماښام مهال چې دې مولود شریف ، برات،  عرفات،  قدرشپې، جمعې او نورو په لړ کې د خیرات په نیت د ورکړې لپاره پخیږي.  
o    د خپلو هیلو او غوښتنو د پوره کېدو لپاره د صدقې په نیت پخیږي.  
o    د ناوړه پېښو د بچ کېدو څخه وروسته د صدقې په بڼه پخیږي. 
o    په مړیو پسې د ثواب بښلو لپاره د خیرات د ورکړې لپاره پخیږي.  
o    کله  چې څوک د غنمو د درمند اخلي د لابرکتي کېدو په موخه برابریږي.  
o    په مسافر پسې  د صدقې  په نیت چې له خطرونو څخه بچ پاتې وي پخیږي. 
o    د پسرلي په راتلو سره کله چې دوی خپل څاروي د کار اوڅړ لپاره کاروي د برکتي کېدو په موخه پخیږي. 

نغیند هر وخت د لاس رسي وړ نه دي ډېر کم وخت دې کور د ننه پخیږي او زیاتره وخت د صدقې په نیت بېرون ته وړل کیږي،  د وخت له مخې زیاتره د لمانخ دیګر پر وخت پخیږي ، له هغه ځایه د خلکو د ټولېدنې ځای ته وړل کیږي، هلته نغیند چمتوکونکي چاته د دعا لاسونه پورته کیږي،  د عمر له مخې د مشر کس لخوا ټوټه کیږي،  کم عمره چاته د وېش په موخه سپارل کیږي او دې همدې لخوا د کلي لر او بر ته وړل کیږي.