په خټه پښتون په قوم اورکزی؛ عبدالقدير خان چې پاکستان يې د اټومي بم څښتن کړ 

عبدالقدير خان د عبدالغفور خان زوی او د مور نوم يې زولخا وو.  دی په ۱۹۳۶ز کال کې، هغه وخت چې هندوستان او پاکستان سره نه وو تجزيه شوي د بريتانيوي هند په بوپال ايالت ماديا نومي ښار کې وزږېد. په ۱۹۴۷ ز کال کې چې هند او پاکستان سره ووېشل شول، د عبدالقدير خان کورنۍ په ۱۹۵۲ز کال کې پاکستان ته لاړه او په کراچۍ ښار کې مېشت شول. نوموړی د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې شامل او په ۱۹۵۲ز کال کې له ياد پوهنتون د ساينس پوهنځي فزيک برخې څخه فارغ شو. نوموړی وروسته جرمني ته لاړ او هلته يې په  material science يا مواد پوهنې برخه کې د جرمني برلين پوهنتون ولوست. 

کال ۱۹۷۴ يې، هندوستان په بريالېتوب سره د Smiling Buddha په نوم د اټومي بم لومړنۍ ازموينه وکړه. په همدې کال عبدالقدير خان هالند کې وو او هلته يې په  هاګ کې د پاکستان د سفارت له چارواکو سره وکتل او ورته يې وړانديز وکړ چې دی (عبدالقدير خان) پلان لري چې پاکستان ته هم د هندوستان په څېر اټومي بم جوړ کړي. د سفارت ځواب ورته منفي او ورته وويل شول چې ستا د زده کړو اړوند کاري ځای نه شي ورته پيدا کولی. ورپسې عبدالقدير خان يو بل ليک د پاکستان د وخت لومړي وزير ذوالفقار علي بټو په ادرس ولېږو او د وخت کابينې د عبدالقدير خان د زده کړو او شخصيت په اړه پلټنې پيل کړې. د يادونې ده چې پاکستان کې په ۱۹۷۲ کال کې د اټومي بم د جوړونې چارې د منير احمد په نوم د يو فزيک پوه په مشرۍ پيل شوې وې. 

له ذوالفقار علي بټو سره له لېدنه وروسته عبدالقدير خان ته سپارښتنه وشوه چې تر يو وخت پوري په هالڼد کې پاتې شي او د يورنيمو د غنې کېدو يا HEU په اړه لا نور زده کړه او کار وکړي. ۱۹۷۶ کال کې دی بيا پاکستان ته راغی او د پاکستان د اټومي بم د جوړونې په پروګرام کې يې عملاً کار پيل کړ. هغه وخت چې عبدالقدير خان د  پاکستان د اټومي بم جوړونې پروګرام غړی شو له هغه کسانو سره يې مجادلې او شخړې وې چې لا وړاندې يې په دې برخه کې کار کولو. پر عبدالقدير خان داسې تورونه هم دي چې د يورنيمو د غني کېدو په برخه کې له ځيني نورو هېوادونو نقل کړی او بيا يې لارې چارې د پاکستان په اټومي بم کې استعمال کړې دي. 

۱۹۹۸ز کال کې هندوستان د  Pokhran-II په نوم د اټومي وسلې بله ازموينه وکړه او دې سره د همدې کال په مې مياشت کې د عبدالقدير په هڅو پاکستان هم د بلوڅستان ايالت په چګای دښتو کې خپله لومړۍ او بريالۍ اټومي کوپړۍ تجربه کړې او دې سره پاکستان د هندوستان په څېر د اټومي بم څښتن شو. پاکستان اوس د نړۍ د کم شمېره هغه هېوادونو په ډله کې دی چې اټومي وسلې  ته لاس رسی لري. 

نوموړي د پاکستان په بېلابېلو حکومتونو کې دندې تر سره کړې دي او د پاکستاني ولس او حکومتونو له خوا په درنه سترګه ورته کتل کېدل. د يو وخت د فزيکي او اټومي ټېکنالوژۍ په برخه کې د جنرال پرويز مشرف سلاکار هم پاتې شو.  که څه ځيني وخت داسې مسالې مطرح شوې چې نوموړي شمالي کوريا او لېبيا ته د اټومي بم د جوړونې کوډونه ورکړي دي خو له دې هرڅه سره نوموړی پاکستان د اټومي بم د پلار په نوم پېژندل کېږي او درنلوی يې کېدو. 

د همدې کال د اګسټ مياشتې په ۲۶مه نېټه عبدالقدير خان په کرونا ويروس ککړ شو او د نوموړي په نوم (خان  د څېړنو او لابراتوار روغتون/ Khan Research Laboratories Hospital) کې بستر شو. نوموړي د سږو ناروغۍ درلوده او د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په لسمه اسلام اباد کې ومړ. 

د پاکستان لومړي وزير عمران د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوددلې او د هغې کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کړی دی. عمران خان پر خپلې ټوېټر لېکي چې د عبدالقدير خان د وصيت اړوند به هغه د فيصل جومات په انګړ کې خاور ته وسپارل شي. د يادونې ده چې عبدالقدير خان په خټه پښتون او د پښتونخوا د اورکزيو ټبر پورې يې تړاو درلود.