امريکا ته د طاـلبانو خبرداری 

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ يو لوړيوړی افغان پلاوی دوحې ته تللی او هلته يې د قطري چارواکو او د امريکا متحدو ايالتو له پلاوي سره لېدنه کړې. افغان پلاوي د قطر بهرنيو چارو وزير سره په دوه اړخيزو اړيکو او همدا ډول افغانستان کې پر اقتصادي پروژو خبرې کړې دي. 

په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال امير خان متقي امريکايي پلاوي ته خبرداری ورکړی دی چې هڅه دې نه کوي چې افغانستان ناامنه او طاـلبانو کمزوري کړي. متقي امريکايي پلاوي ته ويلي دي چې ناامنه افغانستان د سيمې او نړۍ د هېڅ هېواد په ګټه نه دی. 

دغه ناسته کې له امريکايي لوري سره افغانستان کې د بشري مرستو په اړه هم خبرې شوي دي او د تېر کال د دوحې هوکړې پر پلي کېدو او ورته ژمن پاتې کېدو ټېنګار شوی دی. د يادونې ده چې افغانستان کې واک ته د طاـلبانو په رسېدو سره د افغان او امريکايي پلاوو لومړۍ مخامخ ناسته ده.