ناټو ځواکونو د کلو له ورانولو سره د ونو پر وهلو هم پيل کړی

د رپوټونو له مخې ناټو ځواکونو په نږدې وختونو کې د غزني ولايت د خاني بابا او بند سردې سيمو ترمنځ د دريو او څلورو زرو شاوخوا ونې وهلي او له منځه وړې دي. ولسمشر کرزي د ناټو ځواکونو دغه عمل د افغانانو د شتمنۍ پر وړاندې جنايت بللی او پر ناټو يې غړ کړی ، چې د ونو له وهلو دې لاس واخلي. د ناټو وياند(سن سېټ بلېنسکي) ويلي، چې دوی د کرزي له ادعا څخه خبر دي او په دې اړه څېړنې کوي.
بل خوا ، هغه کميسون چې په کندهار کې د ناټو د عملياتو له امله يې خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه څېړنه کوله، وايي چې په دغو عملياتو کې د خلکو جايدادونو ته شاوخوا سل ميليون ډالره زيان اوښتی دی، خو ناټو دغه رقم له مبالغې ډک بولي . د ناټو د اټکل له مخې ښايي ټول اوښتی زيان د 1.4 ميليون ډالرو شاوخوا وي. ناټو تر هغو وروسته چې د اوښتو زيانونو په اړه د خلکو له خوا 800 شکايتونه ورته ورسېدل ، اړ شول د زيانونو خبره ومني. خوله هغو کلو څخه چې ناټو د نقشې له مخې غيب کړي ښايي داسې څوک پاتې نه وي ، چې شکايت وکړي.