د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي الجزيرې انګلېسي برخه سره د افغانستان د وروستيو حالتو په اړه مرکه کړې او د افغانستان وضعيت يې هيله بښوونکی بللی دی. نوموړي د خبريال د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې کله په لومړيو کې طاـلبان کابل ته دننه شول نو خلکو سره ويرې او اندېښنې وې، خو اوس وخت کې کابل او په لويه کې افغانستان امن دی او خلکو ډار او اندېښنې کمې شوې دي.
له شاه محمود قريشي بله پوښتنه دا شوې ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د امريکا له خوا پر افغانستان وسله بريد تاسې څنګه ګڼئ؟ قريشي يې په ځواب کې ويلي دي چې هغه وخت امريکا سره له پوځي اقدام پرته کومه بله لار نه وه امريکا اړه وه چې پر افغانستان پوځي بريد وکړي او خپل پوځيان افغانستان ته راولي.
قريشي وايي چې د ۲۰۰۱ کال امريکا پوځي بريد وروسته امريکا ته په کار وه چې د جګړې پر ځای يې د افغانستان پر سولې او جوړونې کار کړی وای خو امريکا تر ټولو ډېرې پيسې په دې تېرو شلو کالونو کې پر جګړې مصرف کړې او کمه برخه کې د افغانستان پر بيا جوړونې.
د الجزيرې خبريال بل ځای کې د امر الله صالح خبرې راخېستې دي چې په تېر کې يې پاکستان د طاـلبانو لپاره خوندي ځای بللو؛ قريشي ويلي دي چې د امرالله صالح خبرې خپلې نه وې بلکې د يو بل هېواد په لارښوونه يې خبرې کولې؛ قريشي وړاندې وايي چې امرالله صالح د پاکستان ضد څرګندونې د هندوستان په اشاره کولې.
نوموړي په دې مرکه کې د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او ويلي دي چې که چېرې افغانستان کې اقتصادي کړکېچ رامنځ ته شي نو لېرې نه ده چې پر پاکستان به هم منفي اغېز ولري او په ګڼ شمېر کډوال به د پاکستان پر لور مخه کړي.
نوموړي دا هم ويلي دي چې افغانستان کې د تېر حکومت په سقوط سره د پاکستاني طاـلبانو په شمول يو شمېر نور وسله وال هم له زندانونو خوشي شول چې د اندېښنې موضوع ده.
وروستي