د پاکستان د پوځ وياند:  پر ډيورنډ کرښه د کټارو او اغزن تار کار په چټکۍ روان دی


د پاکستان د وسله وال پوځ وياند جنرال بابر افتخار رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنيت د ټېنګښت په پار پر ډيورنډ کرښه د کټارو لګونې او اغزن تار کش کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. نوموړي د پاکستان اردو نیوز  نومي رسنۍ سره په مرکې کې ويلي  دي، چې دغه فلزي کټارې درې متره لوړې دي او پر سر يې اغزن تار کشيږي؛ چارې يې نوې سلنه بشپړې شوې دي او پاتې کارونه يې هم په چټکۍ روان دي. 

د پاکستان د وسله وال پوځ وياند جنرال بابر افتخار دا هم ويلي دي چې دوی طاـلبانو سره د اړيکو دوام غواړي او دا کار د پاکستان د امنيت په پار کوي. د نوموړي په وينا چې په افغانستان کې ثبات سبب کيږي چې پاکستان هم خوندي وي. د افتخار په وينا چې دوی لا غواړي طاـلبانو سره خپلې اړيکې لا پراخه کړي. 

دغه لوړپوړي پاکستاني جنرال ويلي دي چې د طاـلبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی دی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه استفاده کيږي او طاـلبان به له افغان خاورې وسله والو ډلو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي. 

له دې وړاندې د پاکستان حکومت ويلي وو چې له افغان خاورې باجوړ سيمې ته وسله وال راوښتي او هلته يې د پاکستان د پوځيانو او پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.