متأسفانه د افغانستان په تاریخ کې خاین اقلیتونه تل د ملي یا اسلامي نومونو په استفادې سره د افغانستان د ملت سره د دښمنۍ ډګر ته را وتلي دي، د داسې کړیو تاریخچه په معاصر تاریخ کې د امان الله خان له وخته پیلیږي، ورپسې بیا په خلق دیموکراتیک ګوند کې د ببرک کارمل را ښکاره کیدل د یو ستر خیانت پیلامه وه چې په نتیجه کې شورویانو افغانستان ونیو او په لکونو افغانان یې تر خاورو لاندې کړل، خو د ببرک کارمل په وتلو سره دا د خیانت او جفا وظیفه احمدشاه مسعود وسپارل شوه او احمدشاه مسعود د بیا لپاره د افغانانو پر ضد جګړه پیل کړه چې پایله یې تر ننه د افغانانو تر منځ جنګونه شول، کوم چې ټول افغان ولس په اورونو کې وسوځید.
د احمدشاه مسعود په وژل کیدو سره دغه دنده د ده خامیانو ته وسپارل شوه، باید ووایو چې د ۱۹۸۰مو کالونو را هیسې د دغو تولو فتنو مرکز پنجشېر و، پنجشېر په دې ډول د بدو بلاؤ محور وګرځېد، د افغانستان اسلامي جمهوریت په وخت کې د دوی دغه چیغې دې حد ته ورسیدې چې دوی د افغانستان د تجزیې او تقسیم برنامې وړاندې کړې، کوم چې د افغانستان په تاریخ کې هیچا دا جرئت نه و کړی، چا ویل افغانستان نه منم، چا وې افغان ملت زموږ ملت نه دی، نورو به ویل موږ خراسان جوړوو، بل به ویل پښتانه د یهودانو نسل دی، لنډه دا چې دوی د دولت د ټولو مادیاتو او معنویاتو څخه ګټه اخیسته خو بیا یې هم هماغه دولت نه مانه او ټول افغانستان یې په سر اخیستی و، که چېرې به چا غږ د دوی په مقابل کې پورته کړ، نو هغه به د القاعده او طالبانو په نوم ځپل کیدل او یا به هم د قومپرست او فاشېست نوم ورباندې ایښودل کیده؛ بل دا خبره چې لکه څنګه چې کارمل د روسانو د راتګ لامل شو، همدارنګه دغه اشرار هم د امریکایانو د اشغال په وخت کې د امریکایانو پیاده لښکر و.
پورته توضیحاتو ته په کتو افغانستان یو بدلون ته ضرورت لره، چې تر څو د دغو اشرارو مخه ونیول شي، د دوی د سرکوبۍ لپاره یوازینۍ ډله طالبان وو، چې دغه خاشاک له منځه یوسي، طالبانو د کابل نیولو نه وروسته چې کله دغه موږکان پنجشېر ته وتښتیدل، طالبانو هم د دوی تعقیب توقف کړ، تر څو د پنجشیري ملیشو مشرانو سره د سولې خبرې وکړي، خو دا چې احمد مسعود ځان د احمدشاه مسعود زوی ګاڼه نو په سر کې یې د پلار د وخت هوا پاتې وه، په دې وخت کې یې په بغلان او کاپیسا کې پر طالبانو بریدونه وکړل او ځینې ولسوالۍ یې هم تر لاسه کړې، خو کله چې طالبان ورته متوجه شول نو پنجشیري ملیشې یې پسې واخیستې او په څو ورځو کې یې پنجشېر هم ترې تخلیه کړ، ویل کیږي احمد مسعود، امرالله صالح او نور کسان یې تاجکستان ته وتښتیدل او له تاجکستان څخه یې غورې پرشې پیل کړې.
احمد مسعود چې ځان د ملي مقاومت مشر بولي، وایي چې دی به د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي او له افغانانو یې د ملي پاڅون غوښتنه هم کړې ده، خو زما په نظر هیڅ افغان به د مسعود پر قدم قدم کینږدي، ځکه د مسعود، احمد ولی مسعود، احمد ضیا مسعود، عطا، صلاح الدین رباني او نورو ناوړه څېرې افغانانو ته واضحې دي او دوی په تېرو شلو کالو کې د دوی اقوال او افعال لیدلي دي.
دا چې اوس پنجشېر او ټول افغانستان د طالبانو په لاس کې دي، باید طالبان د پنجشېر د خلکو سره ښه سلوک وکړي، خو په پنجشېر کې باید کوم داسې میکروب پرینږدي چې په راتلونکې کې بیا د افغانستان د خلکو د سر درد وګرځي، هلته باید په ډېر مهارت سره د اشرارو د نیولو او د هغوی د وسلو د را ټولولوتصفیه تر سره کړي او تر ټولو پیاوړي ځواکونه ځای پر ځای کړي، امنیت باید وساتي او د بهرنیو استخباراتو هر ډول جوړې شوې پایګاوې باید ورانې کړي.
په نتیجه کې بیا هم وایم چې د مقاومت په نوم جبهه هیڅکله د طالبانو سره جګړه نه شي کولای، خو دوی ته باید په ډېره کمه سترګه هم ونه کتل شي، ځکه ځینې وخت ډېر واړه خنډونه لوی مشکلات جوړولای شي، ممکن ځینې فتنه ګر قدرتونه دوی د خپلو ګټو او په افغانستان کې د خپلو شومو اهدافو لپاره وکاروي او دغو کمزورو خلکو هم فقط او فقط د یوې فتنې لپاره د هر چا لاسنیوي ته سترګې نیولي دي، بله خبره دا چې په عین وخت کې باید طالبان د دوی سره د مذاکراتو لمن هم پرینږي خو طالبان باید پوه شي چې افغانان نور د داسې شرمیدلو خلکو د واک او بې دریغه قدرت د لرلو تاب نلري.
نورمدین بلخېل
وروستي