اروپايي ټولنه؛ ۲۰۰۱ کې احمد شاه مسعود؛ ۲۰۲۱ کې احمد مسعود 

د رسنيو د مالوماتو پر بنسټ پنجشېر ولايت کې د طاـلبانو مخالف وسله وال احمد مسعود اروپايي ټولنې ته دعوت شوی دی؛ تر اوسه دا مالومات نه دي ورکړل شوي چې احمد مسعود څه لپاره غوښتل شوی خو له وضعيت څرګند ښکاري چې د افغانستان د ملي حاکميت او خپلواکۍ ضد هېوادونه د يوې نوې لوبې او جګړې په لټه کې دي. اروپايي ټولنه چې په ستره کې يې مشرۍ امريکا کوي، د هغه ماتې غوسه يې نه سړيږي چې افغانستان کې يې وخوړه. دا چې د طاـ-لبانو په راتګ سره د پخوانۍ شمال ټلوالې د ټولو مشهورو څېرو لمه عطا محمد نور، عبدالرشيد دوستم، محمد اسماعيل خان، کريم خليلي، صلاح الدين رباني، احمد ضيا او احمد ولي مسعود پر ځای، بې تجربې او کم عمره احمد مسعود د مقاومت په نوم جګړه او بغاوت پيلوي، نو دلته له وړاندې تصميم نېول شوی او پلانونه جوړ شوي وو. 

طاـلبانو په ښه وخت کې وکولی شول چې  د پنجشېر جګړه پرته له ولسي – مرګ ژوبلې پای ته ورسوي، کنه د نړۍ د ځينو هېوادونو موخې او پلانونو دا وو يا دي چې د پنجشېر مسله لويه او پراخه کړي. اوس به هم تاسې ګورئ چې نړۍ ټول نور ۳۳ ولايته افغانستان هېر کړی دی خو يوازې او يوازې يې پنجشېر د خبرونو سر ټکی جوړ کړی دی. کله هلته د بشري حقونو او جنګي جنايتونو وايي او کله هم طاـلبان په نورو مسايلو تورنوي. 

په ۲۰۰۱ کال کې د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود چې هغه وخت يې د اوسني احمد مسعود په څېر د طاـلبانو ضد جګړې رهبري کوله اروپايي ټولنې دعوت کړی وو، د جګړې او په افغانستان کې د دوی د ګټې نوې پروژې يې ورکړې وې. اوس بيا نړۍ شل کاله وروسته همغه لوبه په نويو لوبغاړو کوي. احمد مسعود غوښتل کيږي ترڅو وسلې او پيسې ورکړل شي او په افغانستان کې شته ثبات او سوله د کورنۍ او چريکي جګړې په لمبو کې وسوځوي. 

لکه څه ډول چې طاـلبان په پوځي ډګر کې بريالي شول اوس بايد ډېره هڅه او تلاش په دې وکړي چې د نړۍ سره په سياسي جګړه کې هم بريا خپله کړي. سياسي جګړه په ټانک او توپ نه کيږي بلکې غښتلې دېپلوماسي ورته په کار ده. طاـلبان دې اوس وخت کې لوېدېځې نړۍ سره هغه ډول سياست وکړي کوم چې دوی يې افغانستان او نورې نړۍ سره کوي. طاـلبان دې هڅه وکړي تر يو بريده د لوېدېځۍ نړۍ هغه غوښتنې چې د افغانستان خپلواکي په کې تر پوښتنې لاندې نه راځي ومني؛ دې سره طاـلبان پر نړۍ ځينې خپلې غوښتنې منلی شي او هر کله چې طاـلبان دويم پړاو ته ورسيږي نو بيا خپل سياسي تګلوری بدلولی شي. 

اوس وخت کې طاـلبان ډېر توند او سخت دريځي لاړ شي نو نړۍ د احمد مسعود په څېر کسان ورته لاس کې نيسي او دې سره به د طاـلبانو پر وړاندې سرخوږي جوړ او دا شونتيا هم شته چې افغانستان کې کورنۍ نه بلکې چريکي جګړې پيل شي. 

يوه بله د اندېښنې خبره دا ده چې طاـلبانو پنجشېر ونېولو خو هلته يې په بشپړ ډول تصفيه ونه کړه. خبرونه داسې دي چې تر اوسه احمد مسعود، امرالله صالح او د دوی ډېری جنګيالي د  پنجشېر په غرونو او ځينو سيمو کې شته دي او فعاليت کوي. که چېرې د پنجشېر همداسې پرېښودل د ټول افغانستان لپاره د سرطان په څېر ګواښ وو نو اوس په پنجشېر ولايت کې د يوې ډېرې وړې سيمې پرېښودل هم ګواښونکې او ستونزې را پيدا کوي. 

د پنجشېر په بشپړې تصفيې سره د نړۍ د شريرو هېوادونو او په کور دننه بغاوت کوونکو مرال له لاسه ځي او د افغانستان په خاروه کې دوی ته داسې کومه سيمه نه پاتې کيږي چې ګواښونه ترې پيدا شي. 

په لوېديځو رسنيو کې د پنجشېر ولايت د خبرونو سرټکی کېدل، هلته د بشري حقونو پبه اړه ادعاوې او بيا اروپايي ټولنې ته د احمد مسعود دعوت کېدل؛ هغه هڅې دي چې نړيوال يې تر شا شريرې موخې لري او طاـلبان بايد له وړاندې ورته منسجم اوسي.