کونړ، د طاـلبانو واکمني او د پاکستان درې پارونکې کړنې 

يوه مياشت کيږي چې طاـلبان افغانستان کې واک ته رسېدلي دي؛ د دوی راتګ سره د ولس د  شلو کلنو د زړونو هيلې عملي  کېدو ته نېږدې شوې. د ولس هيلې او ارمانونه دا وو، چې هېواد کې د جګړې ټغر ټول، سوله راشي، ناامني ورکه، حکومتي فساد، زورواکي، جنيايي پېښې، رشوت، غلاوې او د بيا ځايه ځورونو مخه ونېول شي. د طاـلبانو په راتګ سره همدا هيلې تر ډېره تر لاسه شوې او  ولس لا نور هم ورته منتظر دی. 

د طاـلبانو په راتګ سره ځينې اندېښنې هم راپورته شوې او د تر يوه بريده پرې بحثونه هم وشول. د افغانستان درې رنګه بيرغ د ولسونو په زړونو کې وو، د ولس غوښتنه دا وه چې دغه بيرغ په يوې خاصې ډلې او کس پوري اړه نه لري بايد پر خپبل ځای پاتې شي. د پاکستان سره د تېر حکومت دښمني ډېره وه، د تېر حکومت چپه کېدله د پاکستان زړه هم ښه کړ. د پاکستان لاس وهنې د ولس يوه بله ستره اندېښنه وه او ده. کابل کې د طاـلبانو واکمنۍ په لومړيو شپو کې د پاکستان د استخباراتو مشر سفر، د افغانيو پر ځای پر کلدراو د راکړې – ورکړې مسله، په دولتي ادارو او زده کړو برخه کې د ميرمنو محدودېدل، د ښوونځيو او پوهنتونونو  ځنډ او يو شمېر نور مسايل هغه څه وو چې ولس يې په يو ګونګ برخليک پوري وتړو. له دې ټولو ستونزو سره – سره د طاـلبانو په راتګ سره هېواد کې سوله ده، د دوه زره افغانيو موبايل لپاره کوم کس نور کابل ښار کې نه وژل کيږي، دولتي ادارو کې غلاوې او فساد ورک شوی، انسان تښتونې او نورې جينايي پېښې ډېرې را ټيټې شوې دي او په لويه کې د امن فضا خپره شوې ده. 

د طاـلبانو ا.ا کې له ختيځ کونړ ولايت ځينې راپورونه د اندېښنې وړ دي. له کونړه درې داسې مسايل پر ټوليزو رسنيو ښکته پورته کيږي چې ولس پرې اندېښمن شوی دی او د طاـلبانو چوپتيا يې اندېښنې نورې هم ډېرې کړې دي. 

۱- پر کونړ د پاکستان له خوا راکټي بريدونه: د جمهوريت په دوره کې پرته له کومو څرګندو موخو پاکستان پر کونړ توغندي توغول. که کرزی وو او که محمد اشرف غني؛ غټ کار به يې دا وو چې هر ځلې نه خو ځيني وخت به يې دا بريدونه تش وغندل؛ نور يې نه په دې اړه ولس ته سپناوی ورکړ چې پاکستان دا ولې کوي او نه يې هم د پاکستان پر وړاندې ځوابوي عمل وښوود. پاکستان خپل دغه يرغلي کړنه همداسې ساتلې ده. څو اوونۍ  وړاندې يې يو ځل بيا پر کونړ توغندي وتوغول، د کونړ شنه ځنګلونو کې يې ونې په لبمو کړې، هلته يې ويره او اندېښنې خپرې کړې. د پاکستان پر دغه کړنې چې يو ځل بيا يې پر کونړ توغندي وتوغول طاـلبان تر اوسه چوپ پاتې دي. د مالوماتو د نه شتون پر بنسټ ويلی شو چې ښايي طاـلبانو په رسمي ډول پاکستان چارواکو سره پر کونړ د بريدونو او توغنديو موضوع شريکه کړې وي، خو دا چې ولس ته يې په اړه سپيناوی نه ورکوي نو ولس په کې اندېښمن دی. طالب چارواکو ته په کار ده چې کونړ د لوی افغانستان پاکه خاوره او د خپل حاکميت برخه وبالي او دا چيغه چې د افغانستان له لوېشت – لوېشت خاورې دفاع کوو، په عمل کې بايد ثبوت او څرګنده شي. ولس له طاـلبانو سره دی او ورسره به وي، خو طا-لبانو ته په کار ده چې د پاکستان پر وړاندې سياست او دريځ څرګند کړي. د پاکستان د پارونکو کړنو زغم، ولس سره نه په جمهوريت کې وو او نه به هم په امارت کې ولس د پاکستان د لاس وهنو زغم ولري. د افغانستان ا.ا څخه هيله او غوښتنه دا ده، چې له پاکستان دې هم په تېر کې پر کونړ د بريدونو او هم په اوس کې پر کونړ د شوي بريدونو  پوښتنې په رسمي ډول مطرح کړي.   

۲- پاکستانی ملا کونړ کې د والي پر څوکۍ: له تېرو څو ورځو راهيسې به مو دا خبر هم ښه ډېر اورېدلی وي چې د مفتي نديم په نوم يو پاکستانی ملا افغانستان او بيا کونړ ولايت ته تللی؛ هلته ولايت مقام ته دننه شوی او بيا  د والي پر څوکۍ ناست دی. دا ملا به يا ښه سړی وي او يا هم بد؛ ښه والی او بدوالی يې په ده پورې تړلې مساله ده، خو دا چې څنګه د افغانستان خاورې ته دننه شوی؛ ويزه او که پرته له ويزې او بيا څنګه او ولې د والي پر څوکۍ ناست د بحث او پوښتنو موضوع ده. دې برخه کې بيا ولس خپل حکومت يانې د طاـلبانو اسلامي امارت ته په سترګو دی؛ لومړی چې موضوع روښانه شي او بيا يې په اړه سپيناوی ورکړل شي او د دوی دريځ په ګوته شي. آيا په رېښتيا هم دغه مفتي کونړ ته راغلی او بيا د والي پر څوکۍ ناست دی؟ که راغلی وي نو د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له دې مېلمه سره څه کوي او د خپل ټاکل شوي کونړ والي پر وړاندې به يې پرېکړه څه وي؟ که ياد ملا/مفتي د والي دوست، ملګری، استاد او خپل وي، نو د طالبانو په اسلامي امارت کې داسې کوم څه شتون لري چې مېلمانه او هغه هم بهرني مېلمانه دي په دې ډول ونازول شي؟ بيا هم هيله د طاـلبانو د اسلامي امارت له مشرانو ده؛ دا ډول کړنې د دوی سپيڅلتيا ننګونې، ولس ته اندېښنې پيدا کوي؛ د طاـ لبانو قانونيت او جدي والی تر سوال لاندې کوي او په لويه کې د پاکستان د لاس وهنو او هېواد کې د بې قانونۍ مانا ورڅخه تفسير کيږي. 

۳- پاکستان ته له کونړه قاچاق: قاچاق يو غير قانوني عمل دی، نه يې په جمهوريت کې قانوني ځای درلود او نه يې په امارت کې لري؛ خو قاچاق هغه وخت کيږي، چې حکومت کې فساد او بې قانوني حاکمه وي، حکومت کمزوری، مافيا او زورواکي لوړ کې  وي. د کونړ چارتراش لرګي د افغانستان ملي شتمنۍ بلل کيږي، که چېرې دا يې پيل وي نو لېرې نه ده چې لار به د افغانستان نورو طعبيو سرچينو ته هم پرانېستل شي، چې قاچاق  شي. لکه څه ډول چې طاـلبانو له هېواده د اوسپنې او کباړ پر وړاندې بنديز ولګولو او غير قانوني يې اعلان کړل، همداسې بايد د ځنکلونو په شمول د هېواد نورو طعبيي زيرمو لېږد/وړنه په اوسني حساس وضعيت کې غير قانوني اعلان کړي.