په تېرو شلو کالونو کې د طاـلبانو د مبارزې پر مهال او بيا اوس وخت کې د طاـلبانو له خوا د واک اخېستو سره د افغانستان د نورو قومونو ترمنځ پښتون هغه قوم دی، چې طاـلبانو سره نېږدوالی او همدردي درلوده او اوس وخت کې هم عام پښتون ولس طاـلبانو سره ژر تعامل وکړ. دا چې د طاـلبانو منځ کې ډېری مشران پښتانه دی او يا دا چې ولې پښتون قوم د نورو قومونو په پرتله له طاـلب سره ډېره خواخوږي لري، ځيني تړنې يې ترمنځ شتون لري. د افغانستان پښتانه د خپل کلتور پر اساس د ښځو لپاره په ستر او حجاب ډېر ټېنګار کوي خو بيا طاـلبان په اسلامي چوکاټ کې دغه امر باندې ولاړ دي. که چېرې د افغانستان نېږدې سل کاله تاريخ وکتل شي نو همدا پښتون قوم دی چې د يرغلګرو پر وړاندې درېدلی دی؛ طاـلبانو شل کاله په دې پار جهاد کړی چې د امريکا ځواکونه له افغانستانه وباسي. لنډه دا چې پښتونوالۍ کې ډېری کوډونه په خپله د اسلام مبارک دين سره سر لګوي او طلــلبانو چې د اسلامي شريعت د پلي کېدو وايي نو داسې کوم خنډ شتون نه لري، چې طاـلب دې په کې له پښتون قوم سره په ټکر کې وسي.
په لويه کې د ټول افغانستان قومونه، هغه که پښتون دی، تاجک، ازبک او هزاره دی، د طالبانو ملاتړ او هر کلی کوي. ولس له جګړې، ناامنۍ، جنايي پېښو، تېر حکومت کې له فساد، بې عدالتۍ، چور، زوراکۍ او مهمه دا چې د امريکا او بهر نړۍ له اشغال ستړی او تر پوزې راغلی وو؛ هېواد ته د طاـلبانو په راتګ سره د ولس ټولې پاس اساسي هيلې پوره شوې دي؛ بهرني ځواکونه له هېواد وتلي، هره ورځ د سلګونه افغانانو د مرګ – ژوبلې خبرونه نشته، جنايي پېښو ګراف صفر ته راښکته شوی، حکومتي ادارو کې د فساد او خپلسرۍ ستونزې حل او ولس لا نور هم د سمون او پرمختګ هيلې لري.
وړاندې مو ذکر وکړ چې د هېواد د نورو قومونو په پرتله پښتون قوم د طاـلب ډېر پلوی او ورڅخه ډېرې هيلې هم لري؛ دلته يو څو مسايل ذکر کوو چې که خدای مه کړه طاـلبان يې په جدي ډول په پام کې ونه نېسي، نو پښتون ولس به ترې واټن ونېسي او په وروستيو پايلو کې به د طالبانو پر وړاندې د پورته کېدو په بيه تمام شي.
۱- ملي هويت افغانۍ: د افغانۍ پر بانک نوټونو نه د اشرف غني او بل چا انځور شته او نه هم پرې د جمهوريت او ديموکراسۍ کلمې. افغانۍ داسې ډيزاين شوې چې هېڅ تغير او تبديل ته په کې اړتيا نه لېدل کيږي. هغه وخت چې په سويلي او ختيځو ولايتونو کې په پاکستانۍ کلدارو راکړې ورکړې کېدلې نو ولس مبارزه وکړه، چې هر څه په افغانيو کړي. ولس په دې پوهېدو چې که چېرې راکړه ورکړه په افغانيو شي نو دوی په کې مالي زيان مومي خو دا چې افغانۍ يې ملي هويت او ارزښت دی، دغه زيان ته يې غاړه ورکړه او د افغانيو د ترويج لپاره يې کلکه مبارزه وکړه. اوس د يو شمېر پاکستاني چارواکو له خوا د افغانيو پر ځای په کلدارو د راکړې ورکړې رسمي او رسنيز خبرونه تر لاسه کيږي. د پردې تر شا يې که طالب پلوی يا مخالف وي ځانته مسله ده، خو طاـلبان بايد ولس ته غوڅ او څرګند دريځ روښانه کړي. طاـلبان په هم افغانيو د راکړې – ورکړې ملاتړې دي خو هغه څه چې ولس يې په اندېښنو کې اچولی او ولس ورته ځوريږي هغه د طالبانو چوپ پاتې کېدل. طاـلبان بايد په دې برخه کې ولس ته قانع کوونکی ځواب او ډاډ ورکړي. له تېرو څو ورځو راهيسې به طا-لب چارواکو پر ټولنيزو رسنيو #افغانۍ_زموږ_ملي_هويت_دی کمپاين او هشټګ هم ليدلی وي چې دې برخه کې ولس پوره او ژوره اندېښنه لري.
۲- پولې: که ډيورنډ نه منل شوې کرښه ده او نورې کرښې، لکه څه ډول چې ولس او طاـلب ته د امريکا او ناټو يرغل د منلو نه وو، همداسې د افغانستان پر پلو هر ډول تېری او وړاندې راتګ يرغل دی. د افغانستان خاروه د شهيدانو په وينه مېنځل شوې ده، پاک قدمونه بايد پرې کېښودل شي. که پاکستاني پوځي يا ملکي حکومتي کسان دې او يا هم عام پاکستانيان، د افغانستان خاورې ته را دننه کېدل يې بايد په ويزې او رسمي سندونو سره وي، نه لکه بې څښتنه افغانستان چې پرته له پوښتنې – ګروېکنې په کې بهرنيان کښته او پورته کيږي. پر ټولنیزو رسنيو به مو تورخم او سپين بولدک سيمو کې د پاکستاني پوليسو له خوا د افغانانو وهل، سپکاوی او ځورول هم لېدلي وي. هلته پښتانه دي او پښتنو طاـلبان ځکه په غيږ کې ونېول چې د جمهوريت په نوم له حکومت تر پوزې راغلي وو. که چېرې طا-لب هم د بل هر پردۍ په مقابل کې د ولس پوښتنه ونه کړي نو ژر ده چې ولس به په خپله د خپل ځان پوښتنه پيل کړي چې هغه پوښتنه به بيا ولسي لاريونونه او قيامونه وي. د کونړ د ولايت مقام د والي په څوکۍ د يو پاکستاني ملا کېناستو پر ټولنيزو رسنيو پراخه غبرګونونه راپورته کړي دي. ولس دا ډول چارې د پاکستان مستقيم او نه مستقيم يرغل يادوي. که چېرې دا خبره چې ياد پاکستانۍ ملا کونړ ته راغلی او بيا د والي پر څوکۍ ناست دی رېښتا وي، نو طاـلبان بايد کونړ لپاره خپل ټاکل شوی والي وپوښتي. والي که مېلمه لري او يا يار او دوست، په خپل کور او حجرې کې يې نازولی او قدر کولی شي. د ولايت مقام څوکي د ولس ده او هغه چې ولس نه وي خوښ بايد پر خوا هم ورته ونه ګوري. کونړ کې بل بد خبر دا دی چې د طا-لبانو په واکمنۍ کې هم پاکستان پرې توغندې وتوغول، که ډېر څه نه وي نو د طاـلبانو امارت دې لږ تر لږه د جمهوريت په څېر دا بريدونه وغندي او له پاکستاني چارواکو سره دې پرې خبرې وکړي. په داسې مسايلو چوپ پاتې کېدل سبب کيږي چې ولس وسله پر لاس کړي او د طاـ-لبانو له اطاعت پرته د پاکستان پر وړاندې ودريږي. دا بيا د طالبانو حکومت ته هم مزاحمت او بغاوت دی چې کله ولس وسله پر لاس کړي. همدا ډول د کونړ يو شمېر خلکو په خپلسري ډول د چارتراش لرګيو قاچاق شروع کړی؛ د قاچاق دا مسله هم لويه ده، دا پر پاکستان د افغانستان د ملي شتمنيو خرڅول دي، چې طالب يې بايد پر وړاندې اقدام وکړي. وضعيت ډېر حساس دی، د افغانيو، پاکستاني اتباعو په څېر وړې مسالې غټې ستونزې راپورته کوي چې مهار به يې بيا ډېر سخت وي.
اوس طالبانو ته په کار ده چې د وضعيت حساسيت درکړي؛ اوس وخت کې پاکستاني چارواکو رسمي ناستې ولاړې چې بل ډول تعبير ترې خېستل کيږي بايد محدوې کړي. پاکستان په دې تورن دی چې څلور لسيزې يې د افغانستان په چارو کې لاس وهنې کړې او د افغانستان ارزښتونه يې ويجاړ کړي دي؛ تر هغې چې پاکستان د دغه تورنو په اړه رېښتني او قانع کوونکي دلايل افغان ولس ته نه وي وړاندې کړي، نو ولس ته د پاکستان هره ښه او بده کړنه په بده ده او د لاس وهنو په ډول يې ګوري.
طاـلبانو ولس ته غيږ پراخه کړي او عمومي عفوه يې اعلان کړه، بيا په ډېری ولايتونو کې افغان ولسونو پرته له جګړې او مخالفته طاـلبانو ته غيږ پرانېسته او د دوی هرکلی يې وکړ. که چېرې طاـلبان پورته دوه غټو ستونزو ته پوره جدي پاملرنه ونه کړي، نو لېرې نه ده چې داسې غبرګونونه او پاڅونونه به راپورته شي، چې طاـلبان به بيا ترې وځوږيري.
د طاـلبانو له روان وضعيت داسې ښکاري چې دوی په رېښتنې مانا د يو خپلواک، سوله ييز او پرمختللي افغانستان لپاره هيلې او پلان لري. خو ځينې داسې چارې روانې دي چې طاـلبان ښايي ورته متوجې نه وي او دا اړينه ده چې بايد ورته متوجې شي.
وروستي