ايډيال (ارماني) افغانستان جوړېدل اسان دي! 

پوره ۴۳ کاله افغانستان جګړې او د پرديو لاس وهنو سخت وځپلو او همدا  جګړه ده چې نن افغانستان ته جګړه ځپلی ويل کيږي او افغانستان د درېيمې نړۍ هېوادونو څخه دی. د پخواني شوروي يووالي سره د افغانستان ملګرتيا په اقتصادي او رغنيزې ډګر کې سبب کېدله چې افغانستان اوس د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه وای، خو اصلي ستونزه په دې کې وه چې شوروي د افغانستان سياسي خپلواکې واخېستله او دلته يې د افغانانو سره کرښه چې د اسلا مبارک دين تر بريد لاندې کړ او د افغانانو پر اسلامي عقايدو کې يې بې شرمه لاس وهنه پيل کړه. بيا ور پسې امريکا افغانستان ته راغله، د امريکا له ژمنو يوه يې د افغانستان پر پښو درول وو، خو امريکا د شوروي په پرتله ډېر منافق او منفي سياست وکړ. له راتګ سره يې د ترهګر پر نوم افغان وژنه پيل کړه او شل کاله يې په دې نوم چې افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه کوو، افغانان ووژل او هېواد يې په هرې برخې کې؛ اقتصاد، سياست، غربت، نوم او نښان کې د نړۍ بدنام هېواد کړ. د شوروي او امريکا تجربو افغانانو ته ور زده کړل، چې د نړۍ سترو هېوادونو پوځي شتون په هېڅ بل نوم نه توجيه کيږي، بلکې يوازينۍ موخه يې د افغانستان اشغال دی، چې هره شيبه به يې د افغانستان لپاره بدبختي وي. 

له يوې خوا که د نړۍ ستر هېوادونه له اشغال بله موخه نه لري خو له بلې خوا دا هم شونې نه ده، چې د افغانستان په څېر د درېيمې نړۍ هېوادونه  نړۍ سره له اړيکو پرته پرمختګ وکړي. د نړۍ له هېوادونو سره اړيکې چې په اشغال بدليږي او که د يو او بل د متقابلو ګټو په اړيکو بدليږي؛ تړاو لري د هېوادونو په سياستونو پوري. افغانان له اشغال او د نړۍ د سترو هېوادونو تريخې خاطرې لري خو دا په دې مانا هم نه ده چې اوسنی افغانستان دې د همدې ويرې له امله ځان له نړۍ د شمالي کوريا په څېر منزوي کړي. په اوسنۍ ۲۱مه پېړۍ کې نړيوالې اړيکې او بيا د ځينو هېوادونو ترمنځ ډېرې نېږدې اړيکې اړتيا ده او په نشتون کې يې ستونزې زږيږي. 

هېواد کې واک ته د طالبانو په رسېدو سره داسې ښکاري چې چين له افغانستان سره د اړيکو د نېږدې کېدو پلان لري. پوښتنه دا ده چې آيا چين هم د شوروي يووالي او امريکا په څېر دا موخې لري، چې افغانستان اشغال کړي؟ لومړی دا اړينه ده چې په دې څېړنې وشي چې ولې چين افغانستان سره د نېږدې پاتې کېدو هيلې لري او که چېرې چين افغانستان سره نېږدې اړيکې پالي نو چين ته به يې ګټه څه وي؟ چين له امريکا سره په رقابت کې دی؛ افغانستان کې د امريکا پوځي شتون له موخو يوه يې دا وه چې پر چين اغېز ولري او د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د افغانستان له لارې  د چين د نفوذ او اقتصادي ښکېلتياوو مخه ونېسي. چين په تېرو شلو کالونو کې هم په سياسي ډګر کې په دې پار طالبانو سره نېږدې پاتې شوی، چې طالبانو د امريکا پر وړاندې جګړه کوله او چين هم نه غوښتل چې امريکا افغانستان کې پوځي شتون ولري. د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت د چين لپاره يو حائل دولت يا Buffer state‎ کيږي. حائل دولت هغه دولت ته ويل کيږي چې د دوه سترو هېوادونو ترمنځ شتون ولري او په دې سره د سترو هېوادونو ترمنځ د جګړې او مخامخ کېدنې مخه نېول کيږي؛ حائل دولت يا په جغرافيايي ډول د سترو هېوادونو ترمنځ واقع وي او يا هم په سياسي ډګر کې د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ واټن کېدای شي. چين د نړۍ يو ستر اقتصادي ځواک دی خو په داسې يو وضعيت کې نه دی چې د پخواني شوروي يووالي او امريکا په څېر کې افغانستان کې د پوځي يرغل وړتيا او لېوالتيا ولري. له افغانستان سره د چين ښکېلتيا څرګندې موخې لري او هغه دا دي چې سيمه کې امريکا شتون ونه لري. 

افغانستان په يوې پېړۍ کې د درېيو استعماري هېوادونو د يرغل او بيا ماتولو تجربې لري، که چېرې چين هم ورته د اشغال هيله ولري نو د طلبانو حکومت يې په ښه دېپلوماسۍ او ژور سياست سره له وړاندې مخه نېولی شي او چين هم چې د افغانستان تاريخ ورته مالوم دی داسې يو څه چې تر شا يې موخې د اشغال وي، زړه ښه نه کړي. د چين او امريکا پراخه اقتصادي رقابت، په افغانستان کې د طالبانو نوې واکمني او بيا د چين او طالبانو نېږدې اړيکې سبب کيږي چې طالبان په غوره سياست سره له دغه فرصت ګته واخلي او په مشروع ډول له چين داسې ګټې پورته کړي چې په اقتصادي برخه کې افغانستان پر ځان بسيا کړي. 

۱- طا لبانو ته دا يو فرصت دی چې چين افغانستان کې پانګونې  ته وهڅوي؛ د چين اقتصادي ځواک دا وړتيا لري چې د افغانستان د طعبيي زيرمو برخه کې پانګونه وکړي. پر متقابلو مشروع ګتو د چين او افغانستان ښکېلتيا سبب کيږي چې په کمې مودې افغانستان ګړندی اقتصادي وړاندې تګ ولري.  که چېرې چين وهڅوي چې د افغانستان د طعبيي سرچينو په برخه کې پانګونه وکړي، نو په کم وخت کې به افغانستان کې هغه اقتصادي بحران چې ملګري ملتونه يې چيغې وهي مهار کړی شي. که چېرې چين له افغانستان سره نغدي مالي مرستې  کوي؛ نه د افغانستان پر اقتصادي وضعيت ښه اغېز کولی شي او همدا ډول دغه مرستې بيا تر شا نورې موخې درلودی شي، خو افغانستان کې د چين پانګونه سبب کيږي چې پرته له نورو موخو د افغانستان او چين ترمنځ مشروع اقتصادي اړيکې چې ګټه به يې دواړو خواوو ته وي پيل شي. د مسو عينکو او حاجي ګک د اوسپنې د سترو پروژو برخه کې د چين هېواد پانګونه د افغانستان لپاره سترې ګټې راوړلی او خوندي کولی شي. 
 

۲- افغانستان د وچې ميوې – تازه ميوې، طعبيي بوټو او خامو موادو برخه کې غني هېواد دی. د چين په څېر اقتصادي ستر هېوادونو اوس وخت کې پورته څېزونو ته ژوه اړتيا لري. په مقابل کې يې چين د صنعت برخه کې ډېر وړاندې تللی دی. چین له کرنيز هېواد په يو ستر صنعتي هېواد بدل شوی دی. د پاکستان او بل هېواد پر ځای چين سره د افغانستان د سوداګري، صادراتو او وارداتو ډېروالی سبب کيږي چې افغانستان بډايه کړي. په تېر کې هم افغاني خام مواد، طعبيي سرچينې او کرنيز حاصلات د پاکستان له لارې او د پاکستان په نوم چين ته صادرېدل، که چېرې طالبان چين ته د افغاني صادراتو پر مستقيمې سوداګرۍ تمرکز وکړي او په بدل کې يې له چين څخه وادرات ولري، نو ژر ده چې دې برخه کې به افغانستان چټک پرمختګونه تجربه کړي. 

۳- چين داسې ټېکنالوژي لري چې په اروپا يې کې يې امريکا له ويرې سره پرې مخ کړې  ده. له مالوماتي ټېکنالوژۍ نېولې بيا تر درنې ټېکنالوژۍ پوري، چين په کې مخکښ دی. د بېلګې په ډول اوس مهال هم افغانستان کې د کوريا سمسونګ او د امريکا د آپل کمپنۍ ايفون موبايلونه، کمپيوټر او نور توکي ستر بازار لري. که چېرې د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري پراخه شي نو د واـوې Huawei څو مليتي شرکت لپاره د کار زمېنه برابريږي. له يوې خوا به افغانان د ټېکنالوژۍ له بهير سره همزمان روان وي او له بلې خوا د واـ-وې په څېر د سترو شرکتونو څخه افغان حکومت ښه عوايد تر لاسه کولی شي. 

۴- اوس وخت کې چين له هرې بلې برخې کرنيزو محصلاتو ته ډېره اړتيا لري؛ د چين نفوس تر ټولو ډېر دی او په همدې پار يې خپل هېواد کې کرنيزه برخه پر ټېکنالوژۍ درولې ده. افغانستان هم پراخه کرنيزې ځمکې لري او په لويه کې کرنيز هېواد دی. که چېرې د افغانستان د حکومت په هڅو هغه ټېکنالوژي او وسايل چې چين يې د کرنې برخه کې کاروي په افغانستان کې زمېنه ورته برابره او ګټه ترې واخېستل شي، نو د افغانستان کرنيز حصلات په کم وخت کې څو برابره پورته کولی شي. دا چې کرنيز افغانستان اوس وخت کې هم سنتي زراعت کوي او زياته برخه افغانان د کرنې برخه کې بوخت دي خو بيا هم افغانستان د کرنيزو محصلاتو برخه کې له پاکستان، تاجکستان، هند او ايران زراعتي وارداتو ته اړ دی سبب يې دا دی چې کرنه يې په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال نه ده. د چين هېواد په مرسته د افغانستان کرنيز دګر کې پانګونه افغانستان په يو پرمختللي او  صنعتي – زراعتي هېواد بدلولی شي. 

۵- تاسې به د کرونا ويروس پر مهال اورېدلي وي، چې چين هېواد د يو  -څو ورځو دننه زر بستريز روغتون جوړ  او ګټې اخېستنې ته وړاندې کړ. دا يې يوه وړه بېلګه ده، که چېرې چين د افغانستان د ساختماني چارو په برخه کې چې د اوبو بندونه، سترې لارې او سړکونه، دولتي ودانۍ، روغتونونه او نور دې مرسته وکړي، نو د افغانستان شل کلن ودانيز او رغنيز پرمختګ په پرتله به د يو څو کالونو دننه له ډېر ژور پرمختګونه تر سترګو شي. که چېرې د طالبانو نوی حکومت چې له فساد پاک دی چين سره خپلې اړيکې پر اقتصادي مسايلو کې غښتلې کړي، نو د سياسي ثبات ترڅنګ به افغانستان اقتصادي ثبات هم تر لاسه کړي. 

افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په اعلان سره د امريکا غبرګونونه بايد جدي ونېول شي؛ طالبانو په سياسي او پوځي ډګرونو کې امريکا پر ګونډو کړه خو امريکا د اقتصادي بنديزونو له لارې کولی شي چې پر افغانستان فشارونه ډېر کړي او دغه هېواد له ستونزو سره مخ کړي. امريکا له ايران سره په ټکر کې هم د ايران پر ستوني ځکه پښه ايښي، چې پر ايران يې اقتصادي بنديزونه لګولي دي. طالبان بايد د امريکا راتلونکو سياستونو ته پوره متوجې اوسي؛ وضعيت بايد ډېر هيله بخښونکی او بې پروا ونه ګڼي. که چېرې پر افغانستان د امريکا او د امريکا د ملاتړو هېوادونو د اقتصادي تنګتيا احتمال وي، نو افغان حکومت چې اوس مهال يې مشري طالبان کوي، لا وړاندې ورته تياری ولري. چين سره له ډېر لومړی پيله د افغانستان د اړيکو پراختيا سبب کيږي چې امريکا په دې برخه کې هم له ماتې سره مخ شي او هغه ناوړه ګټې چې د اقتصادي بنديزونو له لارې يې په لټه کې ده، افغانستان يې ورته بې پايلې کولی شي.