تخريبي نه، تعميري فکر؛ طاـلب به تېروتنې لري خو سمون يې هم شته 

له بدمرغه افغانستان کې د ببرک کارمل په حکومت کې قومي مسايل له بل هر وخت ډېر مطرح او د واک سياسي وېش د قوم او ژبې پر بنسټ شو. له ببرک کارمل وړاندې  هم په قومي ډول د سياست هڅې کېدلې خو د سردار محمد داود خان، نور محمد تره کي او حفيظ الله امين د متمرکز سياست پر اساس چا څرګند غږ نه شو پورته کولی. د مجاهدينو په حکومت کې قومي مسايل په کورنۍ جګړه تبديل او بيا د طا لبانو په تېر حکومت کې قومي جګړه د مقاومت په نوم پيل شوه او په ۲۰۰۱ کال کې د حامد کرزي په واکمنۍ کې د نړيوالو په دننه کېدنې افغانستان کې واک او قدرت په رسمي ډول په قومي ډولو ووېشل شو چې د اشرف غني تر وروستۍ واکمنۍ يې دوام درلود. 

د طاـلبانو په تېر او اوسني حکومت کې قومي مسايل مطرح نه دي خو په طعبيي ډول د طاـ لبانو غوڅ اکثريت جوړښت کې پښتون دی. طاـلبانو دا ښه ثبوت کړې ده چې دوی کومه قومي ډله نه ده او نه هم د کوم قوم په پار مبارزه کوي. که چېرې فکر داسې وي چې طاـلبان د پښتنو لپاره جګړه کوي او يا هم پښتونېزم پالي نو بيا يې ډاکتر نجيب الله، عبدالجبار قهرمان، جنرال رازق او نور نه وژل. طاـلبان يوه ايډيالوژيکه ډله ده او ارزښتونه يې هم ايډيالوژيک دي، خو وړاندې مې هم ذکر وکړ، چې د بل هر قوم په پرتله پښتانه د طاـ لبانو آيډيالوژۍ سره ډېر نېږدې دي او همدا سبب دی چې په طاـلبانو کې د نورو قومونو په پرتله د پښتنو شمېر ډېر دی. 

دا چې طاـ لبان هر څومره چيغې ووهي چې دوی قومي ډله نه ده؛ د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک مسايل ورته د اهميت وړ نه دي او حکومت يې د قوم پر بنسټ نه بلکې د شل کلنې مبارزې پر بنسټ جوړ شوی دی، خو بيا هم مخالف پر دوی د پښتون قوم پالنې ټپه وهي لکه څه ډول يې چې شل کاله پرې د ترهګر ټپه وهلې وه. 

تاسې به  وروستيو طاـ-لب - ضد لاريونونو او ناستو کې چې ډېرۍ يې له هېواد بهر اروپايي او نورو هېوادونو کې جوړې شوې وې لېدلي وي؛  د طاـلب نوم سره د پښتون نوم سم اخېستل کيږي، هغه تاوتريخوالی چې طالب کوي، د پښتون نوم ور سره سم اخېستل کيږي، طاـلب جنګيالي ته پښتون جنګيالی ويل کيږي.... مطلب دا دی چې د طاـلبانو په تېرې شل کلنې جګړې چې څومره ضربه او درد نورو قومونو لېدلی دی، پښتنو تر ټولو ډېر لېدلی دی او که اوس هم طاـلب په واک کې دی نو دا مطلب نه دی، چې تېر حکومتي پښتون، پښتون ديموکرات، پښتون سېکولر او بل پښتون په دې پار چې پښتون دی طالب ته ور نېږدې اوسي. د طاـلب چلند پښتون او بل قوم سره يو دی، طاـلب ته هغه ملګری چې همفکره يې دی او هغه يې دښمن دی چې د آيډېالوژۍ مخالف يې دی. 

اوس فرض داسې وکړئ چې که چېرې د طالبانو حکومت له منځه لاړ او يا هم په پراخه کچه د طالبانو حکومت پر وړاندې کورنۍ جګړه پيل شي، نو که زه او ته د طاـلب خلاف يا ملاتړي يو، د نورو قومونو پر وړاندې طاـلب شمېرل/بلل کيږو. که د طاـلبانو حکومت له منځه لاړ شي، نو دې سره افغانستان کې د هر پښتون شتون له ګواښ سره مخ کيږي. دا به مو په تېرو شلو کالونو کې هم تجربه کړي وي، چې د کندهار، خوست، پکتيا، هلمند، زابل، ارزګان، فراه، ننګرهار، لغمان او نورو اکثريت پښتون مېشتو ولايتونو اوسېدونکو ته که چېرې د طالب خلاف به هم وو، د طاـلب يا د حکومت په فکر د ترهګر په سترګه کتل کېدل. که افغانستان کې کورنۍ  جګړه پراخه شي، نو هر پښتون به د طاـلب په نوم وژل او ځورول کيږي. بيا به دا منطق بې کاره وي چې زه پښتون يم خو د طاـلب خلاف يا ملاتړی وم. نړۍ په داسې لوبې کار کوي چې طاـلب يوازې او يوازې د پښتون په جامه کې نړۍ ته ورمعرفي کړي او افغانستان کې د طاـلب پر وړاندې مخالفتونه په دې نوم راپورته کړي، چې طالب پښتون دی. 

ځيني پښتانه او ډېر هغه چې له هېواد بهر دي؛ طاـلب سره آيډيالوژيک مخالفت ښيي خو دا نه ګوري چې د دوی مخالفت، وضعيت د ښه کېدو پر ځای بدوالي پر لور بوځي. اوس وخت کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفت هره چيغه هېواد کې قومي مخالفتونو او کورنۍ جګړې ته تيل ورشېندل دي. د طاـلب مخالفت له هغه قومي ډولو سره همکاري ده چې له احمد شا بابا، امان الله خان، سردار داود خان، حامد کرزي نېولې بيا تر محمد اشرف غني او نن تر ملا هيبت الله او ملا محمد حسن اخوند په شمول هېڅ پښتون ورته د منلو او زغم وړ نه دی. 

هغه پښتانه که چېرې بې طرفه ځان بولې او يا هم د تېر حکومت برخې وې، د طالبانو پر وړاندې خپل مخالفت دي د تخريبي فکر او نقد پر ځای تعميري او د جوړونې نقد کړي. نړۍ اوس دا منلې ده چې طاـلبان افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، طاـلبان حقيقت دی او طاـلبانو سره بايد تعامل وشي. د نړۍ تر څنګ د طلـلبانو مخالفې څېرې لکه صلاح الدين رباني، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد کريم خليلي، عبدالرشيد دوستم او نورو هم طاـلب سره د سياست په ژبه خبرې کوي. طاـلب ته دوی او نړيوال ترهګر نه وايي؛ دوی طالبان د ستر حقيقت په توګه منلي او غوښتنه يې د ګډ-حکومت او ونډې ده. له دې هر څه سره – سره بيا هم يو شمېر پښتانه فعالين چې په خبرو به يې  اغيز، تغير او بدلون هم رامنځ ته نه شي؛ په بشپړ احساساتي او لنډ فکر کې د طاـلبانو پر وړاندې داسې پروپاګندا وايي، چې د طا-لبانو هېڅ سياسي او پوځي مخالف به نه وې ويلي. دوی يوازې په دې سر دي چې د طا-لبانو پر وړاندې منفي مسايل راټول او پيدا کړي، رسنيز کړي، بحث پرې وکړي او کرکې په کې غښتلې کړي. 

طاـلبان هم انسانان دي، تېروتنې او ستونزې به لري؛ شل کاله وروسته حکومت کوي، نااشنايۍ به وي؛ شل کاله يې جګړه کړې، د ځينو کسانو سره به يې د غچ او انتقام فکر وي او داسې نور. د يو هېوادپاله وګړي په توګه موږ ته په کار ده چې په تعميري بڼه پر طاـلب نېوکې وکړو، ستونزو ته يې متوجې کړو، د همکارۍ لاس ورکړو، خپل فکر او نظر ور سره شريک کړو. 
 

د تخريب، بد الفاظو، احساساتي خبرو، تورونو او پيغورونو پر ځای طاـلبانو ته سالم وړانديزونه او رغنيزې نېوکې کولی شي، چې افغانستان کې تل پاتی ثبات، سوله، امن، اقتصادي رفاه، ورورولي او يووالی رامنځ ته کړي. 

۱- د طاـلبانو د سپين بيرغ پر ځای د افغانستان درې رنګه بيرغ لپاره سوله ييزه مبازره وکړئ. سپين بيرغ کې کلمه مبارکه ده، سپين رنګ سپيڅلی دی؛ سپين بيرغ ته سپکې – سپورې مه وايه؛ د پنجاب نوم پرې مه ږده؛ پر ځای يې د افغانستان درې رنګه بيرغه ښېګڼې ووايه؛ ملي بيرغ سل کلنه مخېنه لري؛ ټول افغانان پرې راټوليږي؛ د يوې ډلې او ګوند بيرغ نه دی؛ ملي بيرغ د يووالي سبب کيږي؛ ملي بيرغ نړۍ پېژندلی او بيا پرې نړۍ افغانستان ژر پېژندلی شي. د ملي بيرغ په پار سوله ييزې ناستې وکړئ؛ طالبانو ته يې وړانديز کړئ؛ فېسبوکي کمپاين يې په پار پر لار واچوئ. 

۲- د نورو قومونو لپاره غږ پورته کړئ. وړ کسان چې په کې شتون لري طاـلبانو ته يې په سوله ييز او د مينې په ژبه وړانديز کړئ. هڅه وکړئ چې افغانستان د پښتون، ازبک، هزاره، تاجک او نورو قومونو ګډ کور کړئ. طا-لب د قدرت په  انحصار مه تورنوئ؛ طاـلبان په خپله چپغې وهي چې د قدرت انحصار نه غواړي؛ طا-لبانو ته وخت ورکړئ؛ وړه مسله نه وه، بشپړ يو رژيم بدل شوی دی؛ اوس نوی پيل دی؛ تېروتنې او ستونزې به وي. له حامد کرزي او اشرف غني مو په جمهوريت کې هم هر څه په يوې ورځ او اوونۍ کې نه غوښتل؛ د همکارۍ لاس مو ورکولو او د ملاتړ مو وويل. نن چې طاـلب غيږ پرانېستې ده؛ دښمني نه، دوستي ور سره وکړئ. که طاـلب دا نن هېواد خوشی کړي، بيا غرونو ته پورته کيږي، بيا همدا موږ او تاسې د سولې چيغې وهو او د سولې لپاره د قربانۍ نه رېښتنې چيغې به شروع کړو. نن سوله ده، له سولې سوله ييزه ګته واخلئ. 

۳- که چېرې د ښځو ملاتړي ياستی، نو د ښځو حقونو لپاره داسې سوله ييزه مبارزه وکړئ کومه مو چې په جمهوريت کې کوله. د طلـلبانو د حوصلې ازموينه مه اخلئ، چې مخامخ ورته دريږي او د احمد مسعود او مقاومت د زنده باد چيغې وهئ او طاـلب د پاکستان پر اړيکو تورنوئ. دا ډول مسلې په زور دقت سره مطالعه کړئ؛ تر شا يې د سيما سمر او احمد مسعود په څېر خلک دي؛ دوی د ښځو د حقونو له غمه نه دي ليوني، دوی نورې سياسي پروژې او موخې په کې ګوري.  ډېرې لارې شتون لري؛ منطقي او عقلاني لاړ شئ؛ پايله هم شونې کيږي؛ په تونده ژبه يوازې کرکې پيدا او کوم درد نه دوا کيږي. 

۴- د بيا ازادي دا نه ده چې طالب ته په سپکاوي ټالب وايې؛ پرته له ثبوت د پاکستان د لاس وهنو وايې... د بيان ازادۍ په تېر کې هم چوکاټ درلود او نن به هم په يو چوکاټ کې وي. که چېرې دې په جمهوريت کې د طالبانو په ملاتړ لاريون کړی وای، نو ګوانتانامو او بګرام به دې ځای وای. يو اړخيز مه اوسئ، پرته له احساساتو ستونزې په ګوته او که يې حل لار لری هغه وړاندې کړئ. که نن مو د خپل مبارزې پايله تر لاسه نه کړه، دوام ورکړئ، ښايي سبا مو غوښتنې ومنل شي او فکر مو رنګ راوړي. 

پايله دا چې، هغه مبارزه مو چې د جمهوريت په پار کوله او هغه چيغې مو چې په سوله ييز ډول د جمهوريت په ملاتړې وهلې، که يې نن د هېواد د سوکالۍ لپاره ووهې نو هېڅ کس به دې مخالفت ونه کړي. په تخريبي فکر به هېڅ هم تر لاسه نه کړې، ستونی به دې وچ او د نفرت ډک زړه به دې هم داسې تور پاتې وي. ښه خبره دا ده چې طاـلبانو سره په ګډه د يو خپلواک، سوله ييز، پر ځان بسيا، پُر امن، واحد او يو افغانستان لپاره کار او مبارزه وکړو.