په ميدان وردګو ولايت کې ديو قوماندان په ګډون (۹) تنه وسلوال مخالفين ديولړ عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.

  
نیټه۱۳۸۹/۱۱/۴                                                    پرلپسې شمېره(۴۹۱)


دمیدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د مهرو په سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو دیو قوماندان په ګډون  نهه (۹)تنه و سلوال نیول شوي او یو  شمېر وسلې او مهمات هم ترې لاسته راغلي.
دامید ترنانه لاندې پیل شوو عملیاتو کې چې د سیداباد ولسوالۍ دمهرو په کلي کې ترسره شول پکې دملي امنیت،ملي اردو او ایساف ځواکونو قوتونو برخه اخیستې وه چې بیګاه شپه ۳ بجې د نوموړې ولسوالۍ د مهرو په کلي کې پیل او ترنن ۱۱ بجو یې دوام وکړو.
په نوموړو تصفیوي عملیاتو کې د وسلوالو یو سیمه ایز قوماندان ګل رحمن په ګډون نهه تنه وسلوال د یو شمیر وسلو او مهماتو سره ونیول شول
په ترلاسه شوو مهماتو کې یومیل پیکاء،یومیل کلاشینکوف، ځانمرکو واسکټونه،یوه سراچه موټر،یو موټرسایکل او یوشمير چاودیدونکي توکي هم شامل دي.
په نوموړو عملیاتو کې ګډو ځواکونو ته کوم زیان ندې اوښتې او نه کومه نښته رامنځته شوېده.
نوموړي نیول شوې وسلوال د وسلوالو د یو مشهور قوماندان عبدالله مهرو  کسان وو چې تل یې په کابل کندهارپه لویه لاره په افغان او نړیوالو ځواکونو دبریدونو ترڅنګ په اکمالاتي قطارونو.وسلوالو غلاوو او تیښتونو کې لاس درلودو.
دیادونې وړ ده چې پرون هم دنومړی ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د افغان او ایساف ځواکونو په خاصو عملیاتو کې ۸ تنه شکمن کسان نیول شوې وو
                د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد