طا لبان دې جدي شي؛ وروستي لاريونونه پلان شوې پروژې دي 

پيل يې يو شمېر ميرمنو په دې وکړ چې راتلونکي حکومت کې دندې او برخه ورکړل شي؛ په اصل کې د طالبانو د تخريب هڅې دې چې د سيمې هېوادونه او نړۍ يې افغانستان کې کوي. 

هېواد کې واک ته د طالبانو  رسېدو سره څو ورځې وروسته يو شمېر ميرمنو هرات ولايت کې لاريون وکړ، دوی په راتلونکې حکومت د برخې او شراکت شعارونه ورکول؛ هرات پسې کابل کې هم ښځو مظاهرې وکړې؛ دا لړۍ همداسې اوږده او تر مزار شريف ورسېده.

د دغه لاريونونو پر وړاندې د طالبانو غبرګون له حوصلې ډک او انساني دی؛ دوی يې په ښه ډول امنيت نيسي او هڅه کوي چې هېوادوال په سوله ييز ډول د خپلو حقونو په پار غږ پورته کړي. 

طا لبان په تکرار سره د ټولو – شموله حکومت وايي او دا يې ژمنه ده چې ښځو ته حقوق ورکوي؛ د کار او زده کړو مخه يې نه نيسي. دې هر څه سره او له وخت وړاندې يو شمېر ميرمنې سړکونو ته راوځي او د خپلو حقونو وايي. حقيقت دا دی چې د وروستيو لاريونونو لپاره ښځې هڅول شوې دي، په ورځني ډول پيسې ورکول کيږي او بهر کې د پناه ورکولو ژمنې ورسره شوي دي. د نړۍ او سيمې ځيني هېوادونه افغانستان کې د خپلو ټاکل شوي کسانو پر مټ داسې پروژې وړاندې وړي؛ موخې يې دا دي چې افغانستان کې واکمنه شوې سوله او امنيت له ننګونو سره مخ کړي او افغانستان په يو بل تازه بحران کې چې کورنۍ جګړه ده داخل کړي. 

له هغې ورځې چې طا لبان واکمن شوي دي، ولس سره يې چلند انساني دی، د ولس قدر او درناوی کوي، پر خپلو جنګياليو غږ کوي چې چا ته د ازار او اذيت سبب نه شي؛ خو دلته بيا مضرې کړۍ د طا لبانو له دغه سلوک او چلند ناوړه ګټه اخلي او د طالبانو د کمزورتيا په ډول يې کاروي. 

طالبان بايد متوجې او جدي اوسي، چې  بهرني او د سيمې هېوادونه هېڅکله يو واحد او سوله ييز افغانستان نه غواړي. نړيوال لا وړاندې د کورنۍ جګړې تبليغات کوي او په عملاً يې دغه موخې ته د رسېدو په پار کسان ټاکلي دي. 

د طالبانو پر وړاندې پلازمېنه کابل کې (ژوندی دې وي احمد مسعود، ژوندی دې وي مقاومت...) چيغې وهل کيږي او ورته لاريونونه کيږي. طا لبان دې دغه خلکو ته دومره وخت او موقع هم نه ورکوي چې د بيان ازادۍ او خپلو حقونو په بهانه ورکړل شوې پروژې پلې کړي. دومره ازادي دوی ته په جمهوريت کې يې هم چا نه وه ورکړې. که چېرې د جمهوريت پر مهال کوم کس/ډله سړکونو ته راوتې وه او دا چيغې يې وهلې وای، چې ژوندي دې وي طالبان او د طالبانو امارت؛ نو ځای به يې د بګرام او څرخي پله زندانونه وای. 

طالبان پر ټول هېواد واکمن دي، د پنجشېر بغاوت کونکي اوس نه بلکې له ډېر تېر راهيسې په بغاوت عادت دي او په کې يې ګټې دي. لومړۍ طالبانو نه بلکې همدې احمد مسعود او ډلې يې د طا لبانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. دوی له کابله پنجشېر ته لاړ او هلته يې د بغاوت سر پورته او د دويم مقاومت داستان يې شروع کړل. طالبان مشروع حق لري چې هره هغه ډله چې د لوی افغانستان پر وړاندې بغاوت او جګړه کوي وځپي. همداسې وشول، طالبانو د شمال ټلوالې له شپږ ورځني مقاومت وروسته پنجشېر ولايت ونېولو. 

اوس چې احمد مسعود او په لويه کې شمال ټلواله پنجشېر کې ماته شوه، د پرديو هېوادونو د استخباراتو په لارښوونه يې د ملي پاڅون غږ پورته کړی دی. د امتيازونو په بدل کې خلک لاريون ته هڅوي او په دې ډول سره غواړي د طالبانو پر وړاندې ننګونې او سرخوږي پيدا کړي. 

پروژې داسې دي چې افغانستان کې کورنۍ جګړه شروع شي او افغانستان کې قومي مسايلو ته لمن ووهل شي او جګړه قومي کړي؛ طالبان دې په نطفه کې د پرديو پروژې ورشنډې کړې او ټولو هغوی سره يې بايد چلند جدي او د قانون پر بنسټ وسي چې د لاريونونو له لارې د بغاوت چيغې وهي.