د پنجشېر جګړه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون 

اوس مهال طالبان د هېواد پر ۳۳ ولايتونو چې پلازمېنه کابل هم په کې شامل دی کنټرول لري خو يوازينی ولايت يې چې طالبانو پرې حاکميت نه لري پنجشېر دی. دا چې پنجشېر ولايت په سوله ييز ډول د طالبانو د تر حاکميت لاندې راشي هلته د احمد مسعود په مشرۍ د وسله والو استازو او طالب استازو ترمنځ لېدنې او خبرې وشې خو پايله يې ورنه کړي. 

له تېرو څلورو ورځو راهيسې پنجشېر کې د طالب ځواکونه او د احمد مسعود د ملېشه کسانو ترمنځ سختې نښتې کيږي، چې دواړو خاو ته د مرګ – ژوبلې ويل شوي دي. 

پخواني افغان ولسمشر پنجشېر ولايت کې د روان وضعيت په اړه غبرګون ښوودلی او پر خپلې ټوېټر پاڼې يې ليکلي دي، “‏له بده مرغه په دې ورستیو ورځو کې د مصلحینو د هڅو سره سره په پنجشیر کې پوځي عملیات او جگړه پیل شوه چې د ژورې اندیښنې وړ ده او عواقب یې د هېواد او خلکو په گټه نه بولم. 
په همدې دلیل پر دواړو وروڼو خواوو ږغ کوم چې جگړه نه یوازې چې د حل لاره نده، بلکې د ټپي او دردېدلي افغانستان زخمونه نور هم تازه کوي او ناخوالې زیږوي. 
دواړو خواوو نه هیله کوم چی د مذاکراتو له لارې موجوده ستونزه حل کړي څو زموږ ځورېدلی ولس له بشپړې سولې او خوشحالي برخمن شي.”


دوه ورځې وړاندې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسيون مشر امير خان متکي په يو غږيز پيغام کې د پنجشېر له خلکو غوښتي وو چې اسلامي امارت سره بيعت وکړي او د خپلو جګړه غوښتونکو مشرانو له غولونې تېر شي.