پر بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وېشل کېږي

خوست: خبرياله اسيا- په خوست کې په نږدې پنځه زره کورنيو باندې يو شمېر خوراکي توکي وېشل کېږي.
د خوراکي توکيو د وېش لړۍ د دوشنبې په ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوه، چې خوست والي عبدالجبار نعيمي، د يو شمېر بېلابېلو دولتي ادارو رئيسانو، ژورنالېستانو او عامو خلکو کډون کړى و.
خوست والي عبدالجبارنعيمي ژورنالېستانو ته وويل، چې دغه مرسته د خوست پر هغو وزلو او غريبو کورنيو وېشل کېږي، چې له وړاندې يې په يوه ځانګړې سروې کې معلومې کړې دي.
نوموړى وايي، چې په دې خوراکي توکيو کې غنم، غوړي، دال او مالګه شامله ده، چې هرې يوې کورنۍ ته به سل کيلو ګرامه غنم، اووه کيلوغوړي، دوولس کيلو دال او يو کيلو ګرامه مالګه ور کول کېږي.
خوست والي له نورو بې وزلو او غريبو کورنيو سره هم ژمنه وکړه، چې هغوى ته به په نږدې راتلونکې کې، کافي شمېر خوراکي توکي ورسوي، څو يې اړتياوې پوره شي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د دوى هڅې به نه يوازې د خوراکي توکيو په مرستو پورې محدودې وي، بلکې کوښښ کوي، چې د بزګرانو د اسانتياوو لپاره استنادي ديوالونه جوړ او د دوى ځمکې د سيلابونو له ګواښ څخه وژغوري.
په خوست کې د نړيوال خوراکي سازمان يا WFP مسول محمد داود وويل، چې په يادو شويو خوراکي توکيو کې څه باندې ٤١٥ ټنه غنم، ٥٠ ټنه غوړي، ٤٠ ټنه دال او څلور ټنه مالګه شامله ده، چې پر ٤١٥٤ بې وزلو او غريبو کورنيو به د دريو ورځو په بهير کې ووېشل شي.