د خوست ولس ددې ولايت په ادارو کې د ژور بدلون غوښتنه وکړه

خوستوال
د خوست ولايت دبېلابېلو قومونو مشرانو،دښوونځيو او پوهنتون استادانو،د ادارو کارکوونکيو، علماوو او جهادي قوماندانانو د خوست له والي عبدالجبار نعيمي څخه غوښتنه وکړه چې ددې ولايت په دولتي ادارو کې ژور بدلون راولي او اهل کسان په دندو وګماري .
دغو کسانو په پرله پسې لېدنو او کتنو کې والي ته وويل چې له شاوخوا شپږو مياشتو راهسې د خوست ټولې ادارې د سقوط په حال کې وې او په ادارو کې په بشپړه توګه خپلسري روانه وه .
دغو مشرانو وويل چې په دې وروستيو مياشتو كې د چاروكيو د ناسم چلند له امله د ولايت مقام ته ندې راغلي .
دوى ويل چې كه چېرې په خوست كې يوه سالمه او په كار پوه ادراه رامنځ ته شي، نو دوى به يې د سر او مال په قربانۍ ملاتړ وكړي .
د خوست والي ژمنه وكړه چې په دې ولايت كې به يوه سالمه او اګاه اداره رامنځ ته كوي،چې ټولې چارې به له يوې خوا د همغږۍ په فضا كې او له بلې خوا په ملي او وطني روحيه تر سره كيږي.
ده همداشان له خوست مېشتو سره ژمنه وكړه چې اداري د فساد پر ضد به ګړندى مبارزه كوي او له خوست مېشتو څخه يې وغوښتل چې د فساد ټولې هغه بېلګې چې دوى ورسره مخامخ كيږي د ولايت له مقام سره دې شريكي كړي، تر څو تر قانوني اجراتو لاندې ونيول شي .
د خوست والي همدارنګه د امنيت په ټيګښت كې د خوست مېشتو همكاري مواثره او اغيزمنه وبلله او پدې توګه يې خوست مېشتو ته بلنه وركړه چې كه غواړۍ په خوست كې هر اړخيزه بيارغونه چټكه او ګړندۍ شي، نو د امنيت په ټيګښت كې در ورسره مرسته وكړي .
د خوست والي خلكو ته وويل چې دى په يوه ارمان دې ولايت ته راغلى دى او هوډ لري چې په پوره رښتينوالۍ ، صداقت ،اخلاص او وطن دوستۍ سره به خدمت كوي .
ده له خوست مېشتو وغوښتل چې د كار په جريان كې يې هغه نيمګړتياوې، چې د خاوري او خلكو په زيان وي ورپه ګوته كړي .
نعيمي همدا شان په خوست كې د بيارغونې د پروژو د كيفيت د خرابوالي له امله د خلكو شكايتونه پر ځاى وبلل او له مسوولينو څڅه يې وغوښتل چې د بيارغونې د پروژو كيفيت ته پوره پاملرنه وكړي .
ده وويل چې دى به پخپله د بيارغونې له ټولو پروژو څخه نظارت وكړي او د هغو پروژو مسوولينو سره به قانوني چلند وكړي، چې پروژې د وركړل شوي معيار مطابق نه ترسره كوي .
هغه د ولايتي ادارې له مسوولينو غوښتنه وكړه چې پخپلو منځو كې د يو اوبل همكار ووسي او هڅه دې وكړي چې پخپلو منځو كې داسي همغږي پاتې شي، چې خدمت يې ولسونو ته موثر او د تائيد وړ وي.
نعيمي زياته کړه چې په ادارو کې به د قانوني اصلاحاتو په راوستلو پيل وكړي او ورپسي به د ولايت په كچه ورته تغيرات چې اړتيايي محسوسيږي راولي او د ظرفيت لوړونې لپاره به ممكنه لارې چارې ولټوي ، تر څو ادارې په خپله د دې ظرفيت پيدا كړي، چې يوه پروژه ډيزاين ډونر ته وړاندې او همدارنګه پخپل وخت تطبيق كړي .
د خوست والي ددې ولايت دعمده ستونزو د حل په منظور دوه با صلاحيته كمېسيونونه وټاكل، چې په دې وروستيو كالونو كې يې د حل لپاره اقدام نه و، شوى .
يوكمېسيون يې په خوست كې د محبس د چارو د ارزونې په موخه وګماره،دغه كمېسيون به د خوست د محبس امنيتي چارې ، د بنديانو د استوګنې ځاى ، د بنديانو د خوراك او پوښاك او د نورو ستونزو ارزونه كوي
او دويم كمېسيون به په خوست كې د تر سره شويو هغو پروژو د كيفيت ، موقعيت او څومره والي او څرنګوالي ارزونه كوي، چې لا تراوسه ګټې اخيستنې ته نه دې سپارل شوې او يا هم كار پر روان دى . دغه كمېسيون موظف شوى ، چې د بيارغونو د پروژو د قرارداد او د كيفيت په اړه هر اړخيز معلومات راټول او د ولايت مقام ته يې راپور وركړي.
څه باندې يوه اونۍ کيږي چې نعيمي د خوست د والي په توګه ټاکل شوى دى.