چې په خوست کې داسې وي نو څنګه به امنيت راشي

خوستوال
له ډيرې حوصلې وروسته د خوست خلکو له دولت څخه دغه ولايت ته د يوه وړ والي د ټاکلو غوښتنه وکړه، ځکه چې شاوخوا پنځه مياشتې کيږي، چې دغه ولايت والي نلري او چارې يې ديوه قومي مشر، چې اوس سرپرست دى ، پر مخ بيول کيږي .
نن په خوست کې قومي مشرانو ديوې غونډې په ترڅ کې په ولسمشر غږ وکړ چې ددې ولايت ادارې سقوط دي ، ټول کارونه په ټپه درېدلي او د ادارو کارکوونکي په خپل سر دي ، امنيت په کې خورا خراب دى ، نور ژر تر ژره دې سيم والي راولېږي که نو هر څه په اوبو لاهو دي .
د خوست ولايت ستراتيژيک موقعيت ته په کتو سره بايد دا ولايت يوه ورځ هم بې والي نه وي او هغه هم بايد داسې والي ولري، چې د ولايت په چارو کې ښه تجربه او مخينه ولري ، د ولس په ستونزو ، اړتياوو اوغوښتنه خبر وي او د هغو د حل لپاره بنسټيز پلان ولري .
دغو سلګونو قومي مشرانو د يوه تجربه لرونکي او صادق والي د ټاکلو غوښتنه کوله او ويل يې چې نور بايد دا ولايت له بې سرنوشتۍ څخه خلاص شي .
په رښتيا چې خوست ولايت يوه وطن دوست ، تجربه لرونکي ، مسلمان ، مبتکر، ځوان ، باتقوا، زړه سواند، له ولس سره د ښو اړيکو لرونکي او هڅاند والي ته اړتيا لري ، ځکه چې ددې ولايت ولس ، د خوست له جوړونې ، پرمختګ ، سولې ، زده کړې ،امنيت او له نورو ولايتونو سره ددې ولايت له سيال کولو سره ډيره مينه لري.
خوست د نورو مسايلو ترڅنګ د امنيت له پلوه ډير مهم دى ، ځکه چې دغه ولايت له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري،ددې ولايت امنيت د نورو ولايتونو د امنيت ترڅنګ د پلازمېنې کابل په امنيت هم مخامخ اغېزه لري ، نو په همدې اساس د خوست د خلکو دا غوښتنه چې ژر دې دولت دوى ته يو مناسب والي ورولېږي پر ځاى او اړينه ده .
بايد مرکزي دولت دغه تشه مخکې ډکه کړې واى ، خو اوس هم لا سر وخت دى اوددې غوښتنې په ځواب کې دې ژر دولت هڅاند والي ورولېږي، چې له يوې خوا په خوست کې امنيت ټينګ ، بيارغونه ګړندۍ ، د خوستيانو پرځاى غوښتنو ته ځواب ويونکى ، د مرکزي دولت پلانونه پلي او له بلې خوا په دې ولايت کې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په ټپه ولاړ بهير له سره پيل کړي .
د خوست ولايت اوسېدونکي هغه ولس دى، چې په تېرو دواړو د ولسمشرۍ ټاکنو کې يې په غوڅ اکثريت ولسمشر کرزي ته ښځو او نارينوو رايه ورکړه او د هغه ننګه يې وکړه اوس دا ولس هم حق لري ، چې له کرزي څخه د يوه تجربه لرونکي ، حوصله مند، ځوان او مبتکر والي غوښتنه وکړي، ترڅو ددې ولايت چارې ګړندۍ شي .
مرکزي دولت نه يواځې داچې خوست ته بايد ژر والي ولېږي ، بلکې دغه ولايت ته دې زياتې پروژې او ډيره بوديجه منظوره کړي او ددې ولايت د خلکو لپاره دې دکار او زده کړې اسانتياوې برابرې کړي .
خوست د سياسي او امنيتي ستراتيژيک موقعيت ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري، دغه ولايت له پاکستان سره ترانزيټي لارې لري، چې د ښه والي په موجوديت سره يې عوايد د مرکزي دولت بوديجه پياوړې کولى شي او ددې ولايت خلکو ته د پراخه کار چانس برابرېداى شي.
خو دا ټول کارونه هغه مهال شوني او د خوست ولس ترې ګټه اخيستلى شي ، چې په پورته ذکر شويو شرايطو برابر والي ورولېږل شي ، ترڅو شپه او ورځ ددې ولس په چوپړ کې تېرې او د ځينو نورو ولايتونو په څېر ولس يې دعاګوي شي .
په پاى کې بايد د خوست خلکو ته زيرى ورکړم چې که خداى کول دې ولايت ته به يو داسې تن د والي په توګه ور وپېژندل شي ، چې ددوى ټولې غوښتنې پوره او دا ولايت به له هره اړخه له نورو سره سيال او ان تر مخکې کړي .