رويټرز د جوبایډن او محمد اشرف غني ترمنځ  وروستۍ ټيلفوني خبرې رسنيزې کړې

رويټرز رسنۍ د يوې سرچينې د مالوماتو پر بنسټ چې د خپل هويت د پټ ساتلو يې ويلي وو، پر افغانستان د طالبانو له والکې وړاندې د وخت ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د متحدو ايالتو د ولسمشر جوبایډن ټېلفوني خبرو ته لاس سی پيدا کړی دی. 

ولسمشر جو بايدن او پخواني افغان ولسمشر غني په خپل وروستي تليفوني تماس کې پر سياستي تګلاره او پوځي مرستو خبرې کړې وې. خو دواړو ظاهراً نه د طالبانو د چټک پرمختګ تمه لرله او نه هم ورسره مقابلې ته چمتو ول.

ولسمشر بايدن د خبرو په ترڅ کې اشرف غني پوښتلی چې آیا هغه د افغانستان د مخ پر خرابيدونکي وضعيت د کنترول له پاره کوم پلان وړاندې کولی شئ. هغه زياته کړې: «که موږ پوه شو چې داسې کوم پلان شته نو موږ به هوايي مرستې ته ادامه ور کړو.»

دا خبرې هغه وخت شوې دې چې څو ورځې وروسته ورڅخه بسم الله محمدي د افغانستان دفاع وزیر وټاکل شو. رويټرز ته سرچينې ويلي دي چې طالبان سره د جګړې په پار ولسمشر جوبایډن محمد اشرف غني ته ويلي چې يو کلک کس د افغانستان دفاع وزیر کړي. جوبايډن د بسم الله محمدي غوښتنه کړې وه او محمد اشرف غني هم وروسته د دفاع وزارت چارې بسم الله محمدي ته وسپارلې. 

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او جوبايډن خبرو کې جوبايډن ويلي وو چې د افغانستان پوځ له ۳۰۰ زړه کسانو زيات دی؛ طالبان د ۶۰ زره شااوخوا جنګیالي لري؛ د يو ښه مدیریت په صورت کې افغان پوځ بايد ښه جګړه وکړي. 

دې خبرو کې جوبايډن ولسمشر غني ته ويلي وو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول کابل کې د سياسي مطرحو څيرو خبري کنفرانس جوړ کړي او د جګړې پر يو نوي فصل او افغان ځواکونو په ملاتړ دې خبرې وکړي. د جوبایډن د دغه غوښتنې په ځواب کې محمد اشرف غني ويلي وو چې حامد کرزی د امریکا مخالف کس دی، څو ځلې مې ورسره خبرې کړې، خو ما هم امريکا ته په چاپلوسۍ تورنوي. 

د رويټرز د مالوماتو پر بنسټ، محمد اشرف غني جوبایډن ته ويلي چې د طالبانو له خوا له يوې سختې حملې سره مخ دی؛ نوموړي يو ځل بيا پاکستان تورن کړی وو چې طالبانو سره دې برخه کې همکاري کوي. 

 رويټرز ليکي دي چې دغه موضوع په اړه يې  محمد اشرف غني او حامد کرزي سره د مرکې هڅې وکړې خو پرې بریالی شوي نه دي‌.