فارن پالسې سره د احمد مسعود د تازه مرکې مهم ټکي: د پنجشېر مقاومت، کورنۍ جګړه او د معسود غوښتنې 

د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی له فارن پالېسۍ رسنۍ سره  د خپل مقاومت او طالبانو سره د مخالفت په اړه مرکه کړې ده او ټېنګار يې په دې کړی چې دوی په اسانۍ د طالبانو واکمني نه مني او په قدرت کې د شرېکېدو يې ويلي دي. 

احمد مسعود ويلي دي چې د جګړې پلان نه لري او که چېرې جګړه پيل کړي نو دا به کورنۍ جګړه نه وي او د نوموړي په وينا چې جګړه به پرې تپل شوې وي. مسعود وايي چې ټولو قومونو ته په واک کې برخه ورکول، د سياسي واک مساوي وېش، عدالت منځ ته راوړل او د خلکو د حقونو خوندي کول يې بنسټيزې غوښتنې دي. 

نوموړی ګواښ کوي چې که چېرې طالبانو سره د خبرو له لارې هوکړې ته ونه رسيږي نو دی او خلک يې طالبانو ته پنجشېر نه تسليموي او جګړه به وکړي. احمد مسعود دا هم ويلي دي چې له يو شمېر بهرنيو هېوادونو يې د مرستو غوښتنې کړې چې طالبانو سره پرې جګړه وکړي خو تر اوسه چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی. نوموړي دا هم تائيد کړې ده چې د طالبانو له خوا پنجشېر ولايت کې مخابراتي شبکې پرې شوې وې. 

احمد مسعود ويلي دي چې که طالبان يې غوښتنې ومني او د دوی د غوښتنو اړوند حکومت جوړ کړي نو جګړه به نه کوي او همدا ډول به نور بيا دی له سياست څخه لاس واخلي.