رويټرز سره د خالد نور خبرې: نه د چا زور منو او نه يې د زور حکومت

د بلخ د پخواني والي او د جمعيت ګوند د يوې جلا شوې ډلې د مشر جنرال عطا محمد نور زوی خالد نور له رويټرز لوېدېځې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې دوی د چا زور ته نه تسلميږي او نه هم داسې يو حکومت ته غاړه ږدي، چې په زور سره واکمن شوی وي. 

د نوموړي په وينا چې که چېرې نړيواله ټولنه هم افغانستان کې داسې يو حکومت چې د زور له لارې جوړ شوی وي، په رسميت وپېژني خو خلک به يې پر وړاندې ودريږي او داسې حکومتونه دوام نه شي کولی. 
 
خالد نور له رويټرز سره په خبرو کې ويلي دي چې د عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور او نورو پخوانيو څېرو څخه يو نوې جبهه د جوړېدو په حال کې ده چې له طالبانو سره به د يو ګډ – حکومت د جوړېدو پر سره خبرې وکړي. 

د عطا محمد نور زوی چې څو مياشتې وړاندې له خپل پلار عطا محمد نور سره د بلخ غرونو ته د طالبانو پر وړاندې نمایشي جګړې او سنګر ته هم تللی وو، زياتوي چې دوی په دې هڅه کې دي چې طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي. 

د خالد نور په وينا چې د افغانستان ستونزه لويه ده او په انفرادي ډول په دې اړ خبرې نه کيږي، نو دا په کار ده چې سياسي څېرې په ګډه سره کار وکړي او له يو څرګند دريځ څخه وغږيږي. 

د يادونې ده چې د تېر حکومت او شمال ټلوالې يو شمېر نورې څېرې په پنجشېر ولايت کې د احمد مسعود په مشرۍ راټولې شوې دي، د سياسي مخالفت او پوځي جګړې وايي او اوس مهال يې پلاوی له طالبانو سره په يو سوله ييز حل او د طالبانو له خوا د پنجشېر پر تسلېمۍ خبرې کوي.