کوم ډېره  خرابي او کوم ډېر چوپړ کوي؟ بې تجربې او غير مسلکي چارواکی او که په شهوت، فساد او خيانت کې غرق متخصص؟ 

له هغې ورځې وروسته چې طالبانو هېواد کې واک په لاس کې اخېستې ده ور سره يوه ستره اندېښنه د حکومت او نظام چلونې راپورته شوې  ده. طالبانو په لنډمهاله ډول يو شمېر تخنيکي او مسلکي ادارو ته خپل کسان چې ډېری يې ديني زده کړې لري او ملايان/مولويان دي ټاکلي دي. پر طالبانو نيوکې هم دا دي چې د افغانستان بانک رياست، لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، ماليې وزارت او نورو ادارو ته يې د مختصصو او مسلکي لوړو زده کړو لرونکو کسانو پر ځای بې تجربې او بې مسلکه کسان ټاکلي دي، چې وبه نشي کولی په ښه ډول  د حکومتوالۍ او ادارې چار وړاندې يوسي. د خلکو غوښتنې دا دي چې د افغانستان بانک چارې او مسووليت داسې يو کس ته بايد وسپارل شي په پوره ډول مسکلي، تجربه لرونکی او په همدې سوداګريز، بانکي او اقتصادي برخه کې لوړې زده کړې لرونکی وي. 

دا وړانديز چې کار بايد د کار وړ يا اهل کار ته وسپارل شي پر ځای خبره ده. د اوبو د مديريت برخه کې هغه کس چې د اوبو په برخه کې لوړې زده کړې وي، دې برخه کې ماسټري او دوکتورا ولري، ښه ځلېدلی شي نسبت هغه کس ته چې غېر مسلکي وي او په دې هم نه وي خبره چې اوبه څه دي؟ مديريت يې څه دی؟ مهار او حقوق يې کوم دي. زه ډاډمن يم چې اوس وخت کې وضعيت بېړنی دی؛ طالبان هڅه کوي چې د قدرت خلا ډکه کړي، حکومتي چارې په عادي ډول روانې کړي ترڅو د خلکو ستونزې حل شي. که طالبان د کډ – حکومت تر جوړېدو ټول تشکيلات او ادارې همداسې پرېږدي نو ستونزې به نورې هم ډېرې شي، پر خلکو او د هېواد پر اقتصاد به  يې اغېز منفي وي. که چېرې يوه دولتي اداره همداسې تړلې او بنده وي وضعيت نور هم ور سره خرابيږي خو که چېرې يو غير مسلکي کس ته يې چارې وسپارل شي نو شوني ده چې لږ تر لږه به يې يو لس سلنه چارې شروع شو. 

اوس وخت کې د خلکو نيوکې دا دي چې طالبان ولې هرې ادارې ته ملا/مولوي ټاکي؟ مختصص، لوړې زده کړې لرونکي او مجرب کسان څه وکړي؟ ولې طالبان د کار وړ او مسلکي کسان له صحنې لېرې کوي؟ 

۱- اوس وخت کې د قدرت خلا ده؛ د طالبانو له خوا ټاکنې او ګمارنې بېړنۍ او لنډمهاله دي؛ دوی هڅه کوي چې ادارې بې سرپرسته پاتې نه شي؛ په لومړي او ابتدايي ډول چارې روانې وساتل شي. طالبان له نورو سياسي څېرو سره په خبرو بوخت دي، چې نوی، ټول – منلی او ټول – ګد حکومت جوړ کړي. هغه وخت به کار اهل کار ته سپارل شوی وي. مسلکي کسان به غوره کيږي او دا اوسنۍ ستونزه او نيوکه به حل کيږي. 

۲- دا سمه ده چې ملا او مولوي به دا وړتيا ونه لري چې د يو اقتصاد پوه، ژورنالېست، انجنير، ماسټر، دوکتور او بل مسلکي کس په څېر چارې تر سره او سمبال کړي. خو که چېرې همدا ملا/مولوي د تېرو حکومتونو له يو شمېر متخصصو او مسلکي کسانو سره پرتله کړو، نو سل خلې به پرې بهتري او غوروالی ولري. تېرو حکومتونو کې داسې کسان په لوړو څوکيو ټاکل شوي وو چې دوه ګوني طعبيتتونه او پاسپورټونه يې درلودل، د ملت او بيت المال پيسې په فساد او غلا ځان ته خوړلې؛ د محصل، ناروغ او سرتيري له معاش څخه يې غلا کوله او بهر هېوادونو کې يې پرې پانګونې کولې. شپه به يې د بيت المال په پيسو د شهوت او نشې محفلونه جوړل، يوه اوونۍ به يې په دُبۍ کې تېروله او بله به يې په ترکيه کې. هغه د تېر حکومت متخصصو وزيرانو، وکيلانو، واليانو، مرستيالانو، رئيسانو او نورو لوړپوړو کسانو له دې خبر نه درلود چې څه وکړي، دوی پوهه درلود خو احساس او پاک ضمير او وجدان يې نه درلود. هغه ملا/مولوي له مفسد، نامشروع شهوت لرونکي، غل، خائن او پردي پاله متخصص او دوکتور څخه ډېر غوره او بهتر دی، چې د بيت المال په پيسو عيش – نوش کولو، غلا او فساد يې کولو او د ولس درد باندې يې وجدان ه ژړل. 

طالبانو ته مو وړانديز دا دی چې همدا اوس په هېواد کې او له هېواد بهر رېښتني او پاک متخصصين، دوکتوران، ماسټران او نور مسلکي کسان شتون لري چې په تېر حکومت کې يې د فساد او چټليو له امله ځانونه لېرې ساتلي وي. داسې کسان شته چې هم لوړې زده کړې او ښه وړتيا لري، هم ښه تجربه لرونکي دي  خدای او ولس ته ځان مسوول ګڼي. 

هغوی چې دا اندېښنه لري چې له افغانستانه کدرونه لاړ او افغانستان څخه مغزو فرار وکړ، ورته بايد دا ووايم چې داسې کدرونه چې له ځان ورته له هېواد او ولس ډېر لومړيتوب لري، نه يې پرون د هېواد په درد خوړلي نه به نن د هېواد کوم درد دوا کړي او نه به سبا کوم درد ته دوا شي.