فکري اختلاف

راځئ چې نور فکري اختلاف لرې/له مینځه یوسو؛ 
راځئ چې فکري اختلاف د یو حقیقت په توګه ومنو؛ 
راځئ چې فکري اختلاف ته قدر وکړو؛ 
راځئ چې فکري اختلاف طبیعي پیدایښت وګڼو؛ 
راځئ چې د فکري اختلاف ور اخوا؛
یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو؛ 
ځکه چې فکري اختلاف زمونږ قوت ختم کړو؛ 
فکري  اختلاف مونږ وځپلو؛ فکري اختلاف مونږ وویشلو؛ 
فکري اختلاف مو د مینې ورورۍ اړیکې راختمې کړې؛ 
فکري اختلاف مو قوت را ړنګ کړ؛ 
ځکه فکري اختلاف مو طبیعي ونه ګڼلو؛ 
د یو حقیقت په سترګه مو ورته ونه کتل؛ 
یو بل ته مو قناعت ور نه کړ؛ 
نو ځکه خو یې وځپلو او د هر ډول بدیو شاهدان یې کړو؛ 
راځئ یو بل ته قدر وکړو؛ قناعت ورکړو؛ 
راځئ نور دا د لسګونه کالو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدو؛ 
ولې دومره بیغوره شو چې مسؤلیت وا نه خلو؛ 
مونږ د  ځوانانو په صفت دا مسؤلیت اخلو/لرو
تر څو دغه واړه مسایلو ته قدر، او ذهنیت سازي وکړو؛ 
پوهیږئ که دغه نکتو ته مو پام وکړو؛
نو مونږ به یو غږ؛ ورونه؛ یو قوت؛ یو ځواک یو؛ 
همدا اختلاف وو/دی چې زمونږ مینه؛ ورورولي؛ قوت؛ 
رهبریت هر څه یې له مینځه یوړ؛ 
مونږ مسؤلیت لرو تر څو یې له ځانه پیل؛
او د نورو ذهنیت سازي وکړئ؛ 
راځئ چې یو غږ یو بیرغ، یو قوت؛ 
یو هدف، یو ملت، یو قانون (الهي)
یو رهبریت، یو مټ، یو ځواک، یو سیسټم؛ 
یو پیل، یو پای ولرو، مونږ یې کولی شو؛