نيويارک ټايمز: احمد مسعود سره پنجشېر کې امريکايۍ چورلکې او نورې درنې وسلې دي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې پنجشېر ولايت کې د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود له خوا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت په اړه تازه مقاله لیکلې ده او هلته يې د شته وضعيت په اړه مالومات په کې وړاندې کړي دي. دغه مقاله کې لیکلي شوي دي چې مسعود سره د خپل پلار د وخت تجربه لرونکي جنګيالي، د افغانستان د پاشل شوي پوځ يو شمېر سرتيري او ځيني نور چې طالبانو سره مخالفت لري يو ځای شوي دي. يو شمېر افغانان چې بهر کې مېشت دي احمد مسعود ته د مالي مرستو ژمنې ورکړې او همدا ډول د تاجکستان په څېر يو څو هېوادونو په ښکاره او ځينو يې په پټه احمد مسعود ته د ملاتړ ويلي دي. 
د احمد مسعود يو تن وياند نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي چې دوی ته وروسته له هغې چې د اشرف غني حکومت سقوط وکړ وسلې په لاس ورغلې دي؛ درنې وسلې په کې شته او همدا ډول د امريکايانو څو چورلکې يې په واک کې دي. دغه مسعود پلوه ويلي دي، چې که څه هم دوی چورلکې او درنې وسلې لري خو که چیرې طالبان په پنجشېر برید وکړي نو دغه وسلې بسنه نه کوي او دوی لا مرستو ته اړتيا لري. 

د حميد صافي په نوم د افغانستان پوځ يو پخواني ډګروال نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته يې ځان پنجشېر ته رسولی دی او اوس د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت يو قومندان دی. صافي ويلي دي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو سره يې اړیکې نېولې دي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کې ورسره مالي، سياسي او پوځي مرستې وکړي، خو د روسیې، فرانسې، چین او امریکا ځواب ورته نه دی ورکړ او دغه هېوادونه د دوی له مقاومت سره لېوالتيا نه ښيي. 

نيويارک ټايمز وړاندې لیکي دي چې احمد مسعود اوس مهال ۳۲ کلن دی او شل کاله وروسته يې د خپل پلار لار ونېوله. د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود په ۹۰ کالونو چې افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو پر وړاندې وجنګېد او وروسته په يوې چاودنې کې ووژل شو. 

له بلې خوا طالبانو وړاندې ويلي دي چې د پنجشېر د ستونزې په اړه ۸۰ سلنه خبرو کې پرمختګ شوی شوی دی او دوی هڅه کوي چې د جګړې له لارې نه بلکې په خبرو د پنجشېر ستونزه حل کړي. ځينو رسنيو بيا نن ليکلي وو چې احمد مسعود يو ۱۱کسيز پلاوی کابل ته رالېږلی دی ترڅو کابل کې له طالب مشرانو خبرې وکړي.