حکمتيار: هندوستان دې دا هڅه نه کوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي 

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار افغانستان کې د وران وضعيت او د هېواد د راتلونکي برخليک په اړه له راډيو پاکستان سره تازه ځانګړې مرکه کړې چې يو شمېر مسايل يې په کې شننه کړې دي. 

ګلبدين حکمتيار ويلي دي چې په څو ورځو کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ هر کله چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول بهر شي نو د يو ګد حکومت د جوړېدو لپاره به د افغانانو ترمنځ رسمي خبرې پيل شي. 

حکمتيار د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي چې ځينې افغان دښمنه کړۍ او هغوی چې يو مرکزي حکومت لرونکی، غښتلی، سوله ييزه او باثباته افغانستان نه شي زغملی، په دې هڅو کې دي چې په افغانستان کې بغاوتونه او جګړې له سره شروع کړي. 

ګلبدين حکمتيار ويلي دي چې طالبانو  په وار وار دا ويلي دي چې دوی نه غواړي د خپلې خوښې يو حکومت پر افغانانو ومني، بلکې  له ټولو خواو سره خبرې کويی ترڅو داسې یو حکومت چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري او ټولو ته د منلو وړ وي، جوړ او رامنځ ته کړي. 

د حزب اسلامي مشر دغه پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې دا هم ويلي دي چې هندوستان بايد د افغانستان پر وړاندې ناوړه سياست ونه لري؛ هندوستان بايد دا هڅه ونه کړي چې د کشمير مسلې پر سر له پاکستان څخه د غچ اخېستنې په موخه افغان خاوره د پاکستان په ضد استمعال کړي. 

نوموړي همدا ډول د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه مننه کړې، چې د افغانستان د سولې بهير کې يې هڅې کړي او هيلې يې دا وې چې افغانستان کې يو اسلامي حکومت جوړ شي.