له امريکا د احمد مسعود غوښتنه؛ دويم مقاومت مو پيل کړی، پيسې او وسلې راکړئ

که څه هم امريکا په تېر شلو کالونو کې د افغانستان له حکومتونو سره شوې ژمنې پلې نه کړې او سياست يې رېښتنی نه وو، خو يو ځل بيا د شمالي ټلوالې د پخواني وسله وال احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له امريکا غوښتي دي، چې د طالبانو پر وړاندې يې جګړه پيل کړې/پيلوي خو مرستې ته اړتيا لري. 

واشګټن پوسټ د احمد مسعود مقاله خپره کړې ده چې په کې ليکل شوي دي زما پلار د طالبانو پر وړاندې تر مرګ وجنګېد؛ د پلار جګړه مې د افغانستان او لوېدېځ يا غربي نړۍ لپاره وه؛ اوس زه د پلار په لار روان يم او د امريکا او غربي نړۍ مرستې ته اړتيا لرم.

احمد مسعود ليکلي دي چې دغه مقاله يې د پنجشېر له درې لېکلي او اوس مهال د وسلو زيرمې لري او مجاهدين ور سره يو ځای شوي دي. د احمد مسعود په وينا چې د پلار له وخته ورته وسلې پاتې دي او دوی په دې پوهېدل چې يوه ورځ به طالبان افغانستان کې بيا واک نيسي. 

د مسعود زوی د خپلې لېکلې مقالې  په يوې بلې برخې کې واشنګټن پوسټ ته لېکلي دي، چې د تېر حکومت ډېری پوځيان چې قومندانان يې تسليم شوي وو، پنجشېر ته ورغلي دي او همدا ډول په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د پوځ ډېرې وسلې پنجشېر ولايت ته انتقال شوې دي. 

نوموړي وړاندې ليکلي دي چې که څه هم وسلې او انساني ځواک لري خو دا بسنه نه کوي او د طالبانو د بريد په صوررت کې دوی ډېرې مرستې، وسلو او پيسو ته اړتيا لري چې بايد مرسته ور سره وشي. مسعود د خپلې لېکنې په څو ځايونو کې تکرار کړې ده چې وسلې، پيسې او نور تجيهزات راکړي ترڅو د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړو.