د صلاح الدين رباني؛ عطا محمد نور، احمدضيا مسعود او دوستم موبايلونه ورک شوي!؟ 

له تېرو شلو کالونو راهيسې چې افغانستان کې د شمال ټلوالې ډېرۍ څېرې په افغانستان کې د سياسي واک د قومي وېش پر بنسټ واک ته ورسېدې، نو  صلاح الدين رباني؛ عطا محمد نور، احمدضيا مسعود او دوستم هغه څېرې وې چې يوه ورځ به د شخصي ګتو لپاره د حکومت ملاتړي او بله ورځ به له حکومت سره په دې وران وو، چې څوکي به ترې اخېستل شوې وه. 

کله چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د افغانستان وضعيت يو څه بحراني شو، نو دغه څېرو دوه ځايه غبرګ مخالفتونه شروع کړل؛ دوی هم د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت سره خلاف وو او هم يې طالبانو سره د پخوانۍ دښمنۍ اومقاومت په نوم د خپلې جګړې خبرې کولې. دوی کې عبدالرشيد دوستم او عطا محمد نور له خپلو ملېشه سره د طالبانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته لاړ؛ احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني بيا د فېسبوک له لارې تورن اسماعيل خان او عطا محمد نور تشويق کول چې ښه جګړه وکړي. 

چې اوس د طالبانو اسلامي امارت د هېواد واک په لاس کې اخېستی دی، دوستم او عطا د جګړې له ډګر څخه تښتېدلي دي؛ صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود په اسلام اباد کې مېشت دي؛ دوی په هغه اسلام اباد کې دي چې دا شل کاله دوی طالبان تورنول چې اسلام اباد سره اړيکې لري او مشران يې هلته مېشت دي. 

 صلاح الدين رباني؛ عطا محمد نور، احمدضيا مسعود او دوستم د هېواد هر پرمختګ ته فېسبوکي غبرګونونه ښوودل او له دې لارې به يې ګواښونه کول. دوی په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمه، د پوهنتون او دانشګاه کلمې، د غازي امان الله خان شخصيت او نورې ملي مسلې د همدې فېسبوکي اکونټونو او پاڼو څخه تخريبول او پر وړاندې به يې حساسيتونه راپورته کول. حکومت ته ګواښونه او نيوکې او طالبانو ته سپکې - سپورې يې هم له خپلو فېسبوکونو ويلې. 

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې دا پاس ښاغلي داس ورک دي، لکه د کابل د تېر وخت وسله والو غلو چې ورڅخه موبايلونه غلا کړي وي. دوی اوس نه په اشرف غني پسې څه ليکلي، نه د مشارکت خبرې کوي، نه له افغانيت سره حساسيت ښيي او نه هم طالبانو ته  دا وايي چې د احمد شاه مسعود په مشرۍ مو تاسې سره د مقاومت په نوم جګړه کړې او بيا داسې جګړه کوو. 

دوی چې شل کاله يې د قوم په نوم شخصي ګټې وکړې؛ اوس هم ښايي په دې بوخت وي چې د نړۍ او سيمې هېوادونو سره د افغانستان د بيا ناامنۍ په برخه کې پروژې واخلي. دغه کسان به له طالبانو څخه د تېر په څېر نامشروع امتيازونه او قومي برخې غواړي خو څرګنده ده چې د طالبانو په اسلامي امارت کې به يې نامشروع غوښتنې ونه منل شي. 

دغه څېرې چې هم د افغانستان د کورنيو جګړو ستره برخه وه او هم په تېرو شلو کالونو کې يې ستر قومي درزونه او تعصبونه وشېندل راتلونکې سياستونه يې داسې دي، چې د دويم مقاومت په نوم د طالبانو پر وړاندې چريکې او فېسبوکي جګړه پيل کړي. دوی  د طالبانو پر وړاندې د درېدو او جنګېدو وړتيا له لاسه ورکړې ده، ځکه چې دغه کسانو خپلې ولسي رېښې له لاسه ورکړې  دي.  صلاح الدين رباني؛ عطا محمد نور، احمدضيا مسعود او دوستم په دې لټون کې دي چې ايران، فرانسه او يا د نړۍ کوم بل هېواد ورته پيسې او وسلې ورکړي او دوی د افغانستان په يو کونج کې بې - بريا او شرمندونکې جګړه پيل کړي. 

دوی چې په شلو کالونو کې يې پوره سپين - سترګي زده کړې ده اوس يې خپل خلک خوشي کړي او حتی د فېسبوک له لارې هم د ښه او بد کوم پيغام نه ورکوي، خو د وضعيت په ښه کېدو سره به بيا پر فېسبوک را څرګند، لافې او ځان ښوودنې به يې شروع شي.