کريم خليلي پاکستان کې دی؛ دی د طالبانو او راتلونکي حکومت په اړه څه وايي؟ 

د پخواني ولسمشر حامدکرزي دويم مرستيال محمد کريم خليلي له يو شمېر نورو پخوانيو سياسي څېرو سره له تېرو درېيو ورځو راهيسې په پاکستان کې دي؛ دوی د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پاکستان د يوځ مشر جنرال باجوه، د پاکستان لومړي وزير عمران خان او يو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. پاکستان ته په دې تللې پلاوي کې محمد کريم خليلي، محمد محقق، محمد يونس قانوني، لطيف پدرام، احمد ولي مسعود، احمد ضيا مسعود، صلاح الدين رباني او یو شمېر نورې د پخواني حکومت دننه او بهر سياسي څېرې شمالې دي. 

د دغه پلاوی غړي محمد کريم خليلي پر خپلې فېسبوک پاڼې د وروستيو بدلونو په اړه ليکلي دي او هيلې يې دا ښوودلې دي، چې د پاکستان په منځګړېتوب د دوی او طالب مشرانو ترمنځ د يو ګډ او ټول - شموله حکومت د جوړېدو پر سر خبرې روانې دي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې وړاندې ليکلي دي، "له تېرو څو وروځو راهيسې پاکستان کې يو او د هغه هېواد له چارواکو سره په افغانستان کې د يو ټول - شموله حکومت پر جوړېدو اخته يو." 

خليلي وړاندې دا هم ليکلي دي چې افغانستان کې د واک انحصار پايله نه شي ورکول او تل پاتې سوله په داسې يو حکومت کې چې تول - شموله نه وي منخ ته نه راځي. هغه ويلي دي چې هغه مهال چې دی په حکومت کې وو ټېنګار يې پر دې وو چې د افغانستان بحران پوځي حل نه لري بايد د خبرو له لارې يې حل پيدا شي. 

خليلي اعتراف کوي چې اوس مهال د افغانستان سياسي واک طالبانو په لاس کې اخېستی دی او مشرانو ته يې په کار ده چې د يو ګد حکومت لپاره کار وکړي او د تل لپاره په کې جګړه پای ته ورسيږي. 

دا په داسې حال چې نن ورځ د انس حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت يو پلاوي کابل کې له ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدين حکمتيار او يو شمېر نورو سياسي څېرو سره لېدنې کړې دي.