آيا عمومي بخښنه (عفوه) کې پښتون نه دی شامل؟ 

له تېرې يوې  مياشتې راهيسې چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ ټېنګول شروع کړي دي، ډېری ولايتونه په سوله ييز ډول ورته تسليم شوي دي او همدا ډول طالبانو هم د عمومي عفوې ويلي او په عملي کې يې په ثبوت رسولې ده. طالبانو خپل ۲۵ کلن دښمن او مخالف تورن اسماعيل په وسلو بار ونېولو خو ستر انساني چلند يې ور سره وکړ او په قدر - عزت يې تر خپل کوره ورسولو. 

طالبانو بلخ کې بيا د تېر حکومت پر وړاندې يو باغي او د طالبانو پر وړاندې د ملېشه قومندان نظام الدين قيصاري د جګړې  په ميدان کې ونېولو  خو بيا هم ور سره انساني چلند وکړ او د عمومي عفوې برخه يې کړ. 

د هېواد د ۳۳ ولايتونو واليانو، امنيه قومندانانو، د استخباراتو رئيسانو، د قول اردو قومندانانو او نورو چارواکو سره د طالبانو چلند ښه وو؛ نه يې څوګ ووژل او نه يې چا ته بل زيان ورسولو.  طالبان اوس هم دا چيغې وهي چې څوګ دې له هېواد نه تښتي، څوګ دې نه ويريږي؛ دوی چاته څه نه وايي او داسې يو حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري. 

پر ټولنيزو رسنيو داسې راپورنه خپريږي، چې له هغې ورځې چې طالبانو لغمان ولايت نېولی دی، د لغمان پخوانی والي او امنيه قومندان دوی سره دي او بنديان دي. د لغمان پخوانی والي عبدالولي واحدزی پښتون او د خوست ولايت دی. هغه د ولسونو ترمنځ ژور ځای لري او د حکومت د هرې ناخوالې پر وړاندې يې د خوستيانو غږ پورته کړی دی. ښايي عبدالولي واحدزي به داسې کومه نه وي کړي چې ګناه يې له ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي، تورن اسماعيل خان، نظام الدين قيصاري او نورو کسانو لوړ وي. 

پر تولنیزو رسنيو له پرون بيګاه داسې انځورونه هم خپريږي، چې ګواکي د لغمان پخوانی امنيه قومندان لطف الله کامران وهل شوی دی. دا چې نوموړی وهل شوی او که نه دی وهل شوی او يا دا چې انځورونه رېښتني دي او کنه، خو هيله دا ده چې د دغه دوه پخوانيو حکومتي کسانو په اړه د طالبانو اسلامي امارت ولس ته ډاډ ورکړي او د ولسونو غوښتنه دا ده چې خپلو کورنيو ته يې وسپاري. 

ولس په رېښتيا هم په دې تېرو شلو کالونو کې له وژونو، جنايي پېښو، ناامنۍ، فساد، زورواکۍ، خپلسرۍ او وژنو څخه ستړی او اوس دا ټولې هيلې د طالب په وجود کې ګوري چې يو ارامه او هوسا ژوند ورته برابر کړي. 

که چېرې طالبان د خپلې شوې ژمنې چې عمومي عفوه ده، ټولې خواوې په کې شاملې کړي نو د ولس ويره به لېرې او ډاډ به تر لاسه شي. د طالبانو له مشرانو مو هيله دا ده چې د دغه دوه پښتنو تېر هم وبخښي او د خپلې عمومي عفوې په چوکاټ کې يې ازاد کړي.