درې بيرغونه! 

افغانستان کې د تاريخ په اوږدو کې يوازې حکومتونه نه دي چپه شوي بلکې دولتونه په کې ړنګ شوي دي. په تېرو ۴۳ کالونو کې چې افغانستان کې د جګړو او کودتاوو له لارې حکومتونه رامنځ ته شوي دي، نه يوازې حکومت کې په کې تغير کړی دی بلکې د افغانستان ملي مقدسات او بنسټونه په کې تغير شوي دي. ملي پوځ، ملي بيرغ، اساسي قانون، ملي سرود، ملي پيسې، ملي ادارې او نور هم په کې ويجاړې او تغير شوې دي. 

اوس وخت کې چې د افغانستان ټول قومونه او سياسي ډلې پر راټولې شوې وې، هغه د افغانستان ملي درې رنګه بيرغ وو، چې مخېنه يې د خپلواکۍ ستر غازي امير امان الله خان ته رسيږي او عمر يې ۹۳ کلن دی. 

هېواد کې د طالبانو له خوا د واک په اخېستو سره ډېری ځايونو کې ملي درې رنګه بيرغ کښته شوی دی؛ پر ځای د طالبانو د اسلامي امارت سپين رنګه بيرغ پورته شوی دی. د طالبانو د شل کاله پخوا واکمنۍ پر مهال هم د دوی بيرغ سپين رنګه وو او بيا يې دا شل کاله جګړه هم د همدې سپين بيرغ لاندې کړې. له بلې خوا په دې شلو کالونو کې چې د لويې جرګې له خوا تور، سور او شين رنګه بيرغ ومنل شو خو بيا هم د پخوانۍ شمال ټلوالې، جمعيت ګوند او غير پښتنو خپلسرو له خوا له ملي بيرغ سره مخالفت ښوودل کېدو؛ پر ځای يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د مجاهدينو دولت او بيا د احمد شاه مسعود په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې د دوی د مقاومت نومي جګړې تور، سپين او شين بيرغ غوښتنه کېدله. 

اوس هم د يو افغانستان په بېلا بېلو برخو کې؛ تور، سور او شين؛ د طالبانو سپين بيرغ او د شمال ټلوالې تور، سپين او شين بيرغ ښکته او پورته کيږي. دا ډول کړنې د يو او متحد افغانستان پر وړاندې خنډونه، د جګړې لاملونه او د مخالفتونو زېږنده سرچينې دي. 

دا چې اوس مهال د افغانستان واګي طالبانو په لاس کې اخېستې ده، نور ورته وړانديز دا دی چې حکومت يې چپه خو بايد د دولت ارزښتونه  وساتي. دوی ته په کار ده چې د همدې تور، سور او شين بيرغ لاندې ټول افغانان سره راټول کړي. 

تازه به مو لېدلي وي، چې ننګرهار، خوست، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې خلکو او طالبانو د بيرغ پر سر سره جګړې کړې. شمال ټلوالې او د طالبانو نورو مخالفو څېرو ته هم يوازې د طالبانو د سپين بيرغ منل سخت او حساسيتونه په کې ډېر دي؛ خو   ملي بيرغ هم ولس راټول دی، هم شمال ټلواله پرې راټولېدای شي او دا بيرغ د تېرو شلو کلنو حکومتونو نه دی چې طالبان ور سره په جګړه کې وو. 

د طالبانو تر مشرۍ لاندې د يو سوله ييز افغانستان لپاره طالبانو ته په کار ده، چې ملي ارزښتونه چې حکومت نه بلکې ولس پوري اړه لري، پر خپل ځای وساتي.