نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم.
د توری او ټوپک قضاوت طالبانو گټلی او اوس د وطنوالو د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسئول دي. مگر د زړونو مشروعیت دوي نده گټلی. هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي. دوي اوس یوه نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي. ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بی باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د گټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحی طرحی جوړی او ولس سره شریکې کړي. زه به همیش د خپل ولس خدمت ته د فکري له لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لیاری دوام ورکړم. ډیری نوری خبری د راتلونکي لپاره!
ژوندی دې وي افغانستان
وروستي