راتلونکی حکومت دې څه ډول وي؟ 

له موجوده وضعيت داسې ښکاري چې اوسنی نظام د شوې هوکړې له لارې طالبانو ته سپارل کيږي. د افغان حکومت د کورنيو چارو اوسني چارسمبال وزير عبدالستار ميرزکوال نن ورځ په يوې وېډيويي پيغام کې وويل چې طالبان د زور له لارې کابل نه نيسي او پرېکړه پر دې شوې ده، چې د عبوري حکومت په چوکاټ کې به واک سپارل کيږي. طالبانو هم نن کابل ښاريانو ته ډاډ ورکړ، چې د جګړې او زور له لارې کابل ته نه دننه کيږي. 

هغه ولايتونو او سيمو کې چې تر اوسه طالبانو په واک کې اخېستي دي د عمومي عفې يې ويلي دي او له خلکو سره يې چلند نيک او غوره دی او همدا ډول د خلکو له خوا يې هم هرکلی شوی دی. د طالبانو له دريځ داسې ښکاري چې دوی به داسې يو حکومت جوړ کړي چې ټول - ګډونه به وي او هر افغان به په کې خپل ځان وګوري. 

که چېرې څو ورځې وروسته د واک لېږد رامنځ ته شي او طالبان قدرت په لاس کې واخلي نو هغه ناخوالي چې په تېرو شلو کالونو کې افغانان ورڅخه ځورېدلي دي، بايد د سمون او مخنېوي په پار يې هڅې وشي. 

۱- د اسلامي شرعي پلي کول: په افغانستان کې يو ستره ناخواله د اسلامي شريعت نه پلي کول وو. ډېر کسانو د خپل زور څخه په ګټې غلاوې، د بې ګناه کسانو وژل، ځورول او نورې جنايي کړنې په پوره جرئت سره تر سره کولې چې يا نېول شوي او که نېول شوي هم خو د شته فساد له امله بېرته خوشي شوي وو. که چېرې له غلا لاس پرې شي او قاتل قصاص شي، نو په افغانستان کې د جنايي پېښو لمن ټولېدلی شي او په پايله کې به يې په رېښتني مانا افغانان د امنيت او خونديتوب احساس وکړي. 

۲- فساد: فساد هغه بله ستره ناخواله ده چې افغانان يې په مرګ ځورولي او له خپلو حقونو څخه يې بې برخې کړې دي. په هرې دولتې چارې کې د  پيسو غوښتنې او ناورا د افغانانو يو بل ستر غم وو. ځيني هغه کسان چې په هېڅ بڼه وړ نه وو خو د فساد، پېژندګلوۍ او پيسو په مقابل کې يې دولتي دستګاه ته لارې پيدا کړې وې او د هغه کسانو ځايونه يې ډک کړي وو، چې په رېښتنې مانا وړ او د هېواد د چوپړ لېواليتا او هيله يې رلوده. دولتي ادارې د ناوړه او مفسدو کسانو څخه پاکول د يو غښتلي افغانستان پر لور ګام کېدای شي. 

۳- وړ کدرونه: په تېرو شلو کالونو کې افغانانو ښې زده کړې او تجربې تر لاسه کړې دي. ډېری ځوانان اوس دا وړتيا چې په بېلا بېلو برخو کې وړ چوپړتياوې او خدمت وکړي. که په راتلونکې د طالبانو په مشرۍ ګد حکومت جوړيږي نو بايد دا هېر نه شي د حکومت دننه او هم له حکومت بهر داسې څېرې شتون لري چې يو پرمختللي افغانستان سبب به شي. 

۴- د طالبانو دريځ دا برخه کې څرګند دی چې دوی له قومي او ژبني تعصب لېرې او په فکر کې يې نشته. که چېرې طالبان واک په لاس کې واخلي نو طالبان به ټول افغانان پرته له توپير او قومي جوړښتونو وګوري او هغه بدمرغه تعصب چې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نومونو د افغانان ترمنځ شتون لري ورک به شي. 

۵- غچ اخېستنه: افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کې داسې ځپل شوی دی چې ولس په کې ځاني او مالي زيان لېدلی دی. د مجاهد او کمونېست په نوم افغانان وژل شوي او تلف شوي  دي؛ بيا د طالب او حکومتي په نوم افغانان سره وجنګېدل او زیان ورته ورسېد؛ نو اوس کې په کار ده چې طالبانو څه ډول چې عمومي عفه اعلان کړې ده، همدا ډول بايد ټولو هغو ته بخښنه وکړي، چې په حکومت کې پاتې شوي دي. 

د يو سوکاله، اسلامي او سوله ييز افغانستان په هيله!